1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشرۍ ته کانديد معتصم بالله مذهبي سره مرکه

۱۳۸۸ مرداد ۱۹, دوشنبه

د افغانستان د ۱۳۸۸ كال د ولسمشرۍ د ټاكنو لپاره نوماند ښاغلى معتصم بالله مذهبي له دويچه ويلې سره د يوې ځانګړې مركې په ترڅ كې خپل راتلونكې كاري پروګرامونه څرګند كړل...

https://p.dw.com/p/J7D1
ولسمشرۍ ته کانديد معتصم بالله مذهبي سره مرکه
ولسمشرۍ ته کانديد معتصم بالله مذهبي سره مرکهانځور: DW

معتصم بالله مذهبي په لمړي سر كې يې ځان او خپل مرستيالان داسې راوپيژندل : لمړى تر هر څه د دويچه ويلې راډيو درنو اوريدونكو ته خپل سلامونه وړاندې كوم زما نوم معتصم بالله مذهبي دى د مشهور عالم ، عارف او مجاهد شخصيت مولانا محمد عطاالله فيضاني مشر زوى يم او په ۱۳۴۲ كال د سلواغې په مياشت كې د پلخمري په ښار كې زيږيدلى يم . زما لمړى مرستيال محمد نسيم روضه باغې دى چې په ۱۳۳۴ كال كې د هرات په ولايت كې زيږيدلى . زما دويم مرستيال افتخار احمد يوسفزى دى چې د ننګرهار ولايت د جلال آباد په ښار كې زيږيدلى .

دويچه ويلي : ښاغلى معتصم بالله مذهبي څرنګه چې پوهيږئ د افغانستان امنيتي حالات د انديښنې وړ دي كه چيرې تاسې په ټاكنو كې بريالي شوئ د امنيت د راوستلو په برخه كې مو څه پروګرامونه طرح كړي ؟

مذهبي : زه يوه مكمله طرح لرم . زما امنيتي طرح درې برخې لري يو ملي امنيت ، دويم په ښارونو كې د جنايتونو مخنيوى لكه اختلاس ، برمته نيول او داسې نورمسايل او دريم د وسله وال پوځ پياوړتيا . د ملي امنيت په برخه كې كوم پروګرام چې زه لرم هغه دا ده چې زه به له هغو مخالفينو سره چې د سياسي مخالفتونو له كبله يې د دولت په وړاندې وسله اخيستې له هغو سره به د خبرو دروازې پرانيزم . د ښاري جنايتونو او اداري فساد په برخه كې زه غواړم چې زمونږ پوليس ښه وروزل شي او هغه هم د آلمان په هيواد كې ځكه د آلمان هيواد د پوليسو د روزنې په برخه كې ډير پرمختللي دى او په افغانستان كې يې هم په دې برخه كې ونډه اخيستې تر څو زمونږ پوليس وكولاى شي په امنيتي دندو كې پرمختګ وكړي او هغه بهرني كسان چې جګړو او وران كاريو لپاره له بهر څخه افغانستان ته راځي هغو لپاره يو مخنيونكى پلان لرو ترڅو اردو او پوليس وكولاى شي مخكې تر دې چې دوى افغانستان ته ننوځي د هغو د ننوتلو مخه ونيسي .

دويچه ويلي : تاسې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو د وتلو په اړوند څه فكركوئ ؟

مذهبي : دا سوال د مخالفينو په ذهن كې هم شته او د افغانستان دخلكو په ذهن كې هم . زما په نظر بايد بهرني قوتونه په افغانستان كې قانونمند شي هغو لپاره بايد يو مهال ويش جوړ شي چې د هغې له مخې تر كومې مودې پورې دوى په افغانستان كې پاتې كيږي او څه وخت له افغانستان څخه وځي خو مهمه مسله دا ده چې مسوليت د افغانستان د خلكو په غاړه ده چې آيا زمونږ اردو ، پوليس او په ټوليزه توګه وسله وال پوځ دا ځواكمني يې پيدا كړې چې له خپلو سرحداتو څخه دفاع وكړي او دا ځواك يې پيدا كړى چې ښارونه او دولتي تاسيسات وساتي نو زما په نظر كه مخالفين دا نظر لري كه هر څوك بايد مونږ له دې مسلې سره مسوولانه چلند وكړو. زه دا هيله لرمه چې يو متناسب حالت رامنځ ته شي يعني زمونږ د وسله وال پوځ پياوړتيا او د دوى د باعزته وتلو زمينه برابر شي .

دويچه ويلي: معتصم بالله څرنګه چې پوهيږئ افغانستان له يو اقتصادي بحران سره مخامخ دى تاسې د دغه بحران د مخنوي په برخه كې څه پروګرامونه لرئ په ځانګړي توګه د كرهڼې ، صنعت او سوداګرۍ په برخو كې ؟

مذهبي : دغو پوښتنو ته بايد په تفصيلي توګه ځواب وويل شي خو ما چې د رسنيو له لارې په دې هكله خپلو وطنوالو ته ويلې دي زه د مختلط اقتصاد پلوي يم يعنې آزاد بازار سره چې مونږ وروسته له جګړو څخه مخامخ شوو د چپاول په معنا وه چې ځمكې او دولتي سكټورونه په ډيره ارزانه بيه خرڅ شول هغه هم د شخصي اړيكوپه بنسټ نو د دې د پاره بايد دولت په آزاد بازار يو مكمل نظارت ولري حتى بايد دولتي بازارونه وي چې وكولاى شي له خصوصي سكټور سره سيالي وكړي او د نرخونو د كنترول او د بازار د كيفيت د لوړولو لپاره بايد دولت هم خپل سكټورونه ولري . مونږ به د كرهڼې په برخه كې هغه پروګرامونه پلي كړو چې وكولاى شي زمونږ كرهڼه ميكانيزه كړي او بزګرانو ته داسې آسانتياوي برابرې شي چې هغوى د كښت له پيل څخه تر پايه پورې كومې ستونزې ونلري او د هغوى د محصولاتو لپاره د خرڅلاو ماركيټونه جوړ شي هغوي لپاره وړې قرضې وركړل شي . د صنعت په برخه كې بايد ووايم چې تر اوسه په افغانستان كې اړينې پانګه ونې ندي شوي مونږ بايد هڅه وكړو تر څو په لمړي ګام كې د صنعت هغې برخې ته وده وركړو چې د افغانستان دخلكو اړتيا وي او وروسته د دروند صنعت په لور ګامونه اوچت كړو . د سوداګرۍ په برخه كې هم سوداګرو لپاره د صادراتو او وارداتو په برخه كې د آسانتياوو برابرول زمونږ د كاري پروګرامونو يوه برخه جوړوي .

دويچه ويلي: ښاغلى مذهبي تاسې د دولت له مخالفينو په ځانګړي توګه له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو په هكله څه دريځ لرئ؟

مذهبي: د مخه هم ما اشاره وكړه څوك چې سوله امنيت او ثبات غواړي لمړنى قدم د خبرو اترو ده . او د قران كريم پر اساس او د حضرت محمد د احاديثو په بنسټ د مسلمانانو په منځ كې د سولې دروازه د قيامت تر ورځې پرانيستى وي . زه غواړم چې له وسله والو طالبانو سره علما كښيني د دوى هغه كوم قانوني او شرعي نيوكې كه لري هغه واوريدل شي په هغه باندې غور او څيړنه وشي او د افغانستان د اساسي قانون په بنسټ هغه مشكلات بايد حل شي اوهغوى راشي او په طبعي ژوندانه كې داخل شي . د طالبانو د تشويق لپاره زه غواړم چې دوى كله چې فارغيږي بايد د تشكيلاتو په بنا تثبيت رتبه شي او هغه آسانتياوې چې نورو معلمينو ، محصلينواو زده كوونكو په برخه كې شتون لري د دوى په هكله هم بايد پاملرنه وشي . نوې كابينه او نوى سالم سياسي نظام چې جوړيږي نو د طالبانو په ذهنيت كې هم يو مثبت بدلون راځې .

دويچه ويلي: مذهبي ستاسې بهرنى سياست به په كوم بنسټ ولاړ وي په ځانګړي توګه له ګاونډيو هيوادونو سره ؟

مذهبي : له ګاونډيو هيوادونوسره زما سياست به د سوله ايز ژوند د اصل په رعايت ، يو د بل ځمكني بشپړتيا ته درناوى ، خود اراديت ، استقلال ، ملي واكمني ، د يو بل په كورنيو چارو كې نه لاسوهنه د يو بل حقوق ساتل او د نړيوالو منل شويو نورمونو په پام كې نيولو سره مشروع دوه اړخيزې ګټې ساتل. او يو ډير ښه اسناد چې ما مطالعه كړيده د افغانستان او امريكې ستراتيژيكه ګډه مفاهمه ده چې په هغه هم افغانستان او د امريكې متحده ايالتونه ژمنې يې كړي چې د افغانستان او د هغه د ګاونډيانو ګټه ور او سوله ايزې اړيكې بايد ټينګ وي او د افغانستان او امريكې په تفاهم ليك كې ويل شوي چې دريم هيواد ته بايد كوم امنيتي خطر نه وي او هغوى ته بايد امنيتي تضمين وركړل شي او دريم داچې زمونږ اړيكې له امريكې او د نړۍ له نوروهيوادونو سره حسنه وي اود اوږد مهال لپاره د افغانستان د رفاه او د ډيموكراسۍ د ودې پربنسټ ولاړ وي . زه غواړم په همدغو بنسټونو خپل بهرنى تګ لاره پرمخ بوځم.

دويچه ويلي : څرنګه چې پوهيږئ د ډيورند كرښه د افغانستان او پاكستان تر منځ يوه لانجه منه ستونزه پاتې شويده تاسې د دغې ستونزې د حل كولو په هكله څه دريځ لرئ؟

مذهبي : ډيورند كرښه خو له حقوقي پلوه په ۱۹۹۳ كال كې ختم شوى او له هغه څخه ۱۶ كاله تير شوي دا مشكل د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا له طريقه حل كيداى شي پدې توګه چې د دواړو ګانډيو هيوادونو د سوله ايزو استازو په ګډون خبرې اترې وشي خو زما له نظره مونږ حق نلرو چې د ډيورند د كرښې د هغې خوا قومونو او قبايلو برخليك وټاكو دا هغوى پورې اړه لري چې پخپلو منځو كې ريفراندم وكړي دوى دې دا پريكړه وكړي چې غواړي د پاكستان تابعيت ته ادامه وركړي يا غواړي چې د افغانستان لكه د مخكينى ځمكنى بشپړتيا سره يو ځاى كيږي دا د هغوى پورې تړاو لري .

دويچه ويلي: ښاغلى مذهبي تاسې په افغانستان كې د بيان د آزادۍ او رسنيو د پرمختګونو په اړه څه فكر كوئ .

مذهبي : بيان آزادي خو د ډيموكراسۍ يوه ثمره ده په يوويشتمه پيړۍ كې دا ډيره ښه ده ځكه كه چيرې د بيان ازادي نه وي نو دردونه او عقدي ډيريږي او دا په يو بل شكل باندې تمثيليږي . د بيان آزادي په قران كريم كې هم شته لكه چې راغلي قال موسي ، قال فرعون مشرك داسې وويل مومن داسې وويل دا زما له نظره كومه نوې خبره نده خو پاتې شوه دا چې هغه كسان چې ځواك او پيسې لري د بيان له ازادۍ څخه ډيره ناوړه ګټه اخلي د بيلګې په توګه كولاى شي چې د بيان د آزادۍ په نامه ډير تورونه وارد وكړي يا خپلو غلطيو لپاره توجيهات وكړي چې زه دغه حالت سره مخالف يم . د بيان آزادي چې په هغه كې حقيقت څرګند شي هغه زما له نظره د تائيد وړ ده او زه كوشش كوم چې وساتل شي . د رسنيو پرمختګونه زه ډير مثبت ګڼم خو ځينې اړخونه يې زمونږ د ټولنې د ځوانانو له اخلاق سره جفا ده چې په ټلويزيونو كې ښودل كيږي ځوانان بايد عياشۍ ته پاملرنه ونكړي بايد علم ، هنر تاريخ او فرهنګ ته هم پاملرنه وكړي .

دويچه ويلي : تاسې په افغانستان كې د ميشتو بيلابيلو قومونو د برابر او مساوي حقونو په هكله څه نظر لرئ؟

مذهبي : ډيره ښه پوښتنه مو وكړه . د روسانو تيروتنه ، زمونږ د ګاونډيانو تيروتنې او د نړيوالو تيروتنې همدا ده چې دوى د افغانستان د اولسونو په ژبه باندې نه پوهيږي . دوى د هغې روان پيژندنې ټولنپيژندنې او انسان پيژندنې په اساس يې چې لري غواړي چې د هغه په بنسټ د افغانستان د شخړې لپاره د حل لاره پيدا كړي حال دا چې ډيرې آسانې لارې شته چې مونږ كولاى شو د هغو په بنسټ د قومونو تر منځ بدۍ ورك كړو . او اسلام هم مونږ ته دا حكم كړى چې تاسې كولاى شئ په عرف عمل وكړئ كله چې يو ښه عرف په ټولنه كې وي نو خپل د كلتور د ښو عرفونوڅخه چې هم په ازبكو كې شته هم په پښتنو كې هم په تاجكو او هزاره و كې او د اسلام په رڼا كې مونږ كولاى شو چې په لنډه موده كې په افغانستان كې سوله راولو او قومونه او قبايل سره يو موټي كړو .

دويچه ويلي : تاسې د نارينه و او ښځو د برابر اومساوي حقونو په هكله څه فكر كوئ ؟

مذهبي : البته په قران كريم كې هغه حقونه چې نارينه و ته وركړ شوى هغه ښځوته هم وركړل شويدي . مونږ غواړو چې په ښځو باندې د كار ډير بوج رانشي نور په تعليمي لحاظ ، په اقتصادي او سياسي لحاظ د دوى مساوي حقوق اسلام تضمين كړى او زه په هغه اعتقاد لرم .

دويچه ويلي : د وروستۍ پوښتنې په توګه تاسې د چاپيريال ساتنې په برخه كې څه پروګرامونه لرئ ؟

مذهبي : چاپيريال ساتنه له كاناليزاسيون څخه نيول كيږي تر هغه چې ځنګلونه ، سرسبزۍ او د افغانستان په ټولو برخو كې د اوبو لګولو سيستم بايد منظم شي په دې بنا زه دې ته ډير طرفداره يم او نن د پرمختللي هيوادونو يواځينى هيله او هدف د چاپيريال ساتنه ده كه زه ولسمشر شم په دې برخه كې به ډيره پاملرنه ولرم .

مركه كوونكى : برى پال

کتونکی. زيارمل