1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشرۍ ته د کانديدانو ليست اعلان سو

نجيب الله زيارمل۱۳۹۲ آبان ۲۹, چهارشنبه

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د چهارشنبې په ورځ د راتلونکي کال د جمهوري رياست د ټاکنو له پاره د کانديدانو وروستی ليست اعلان کړ. د دغه کمېسیون په خبره د جمهوري رياست د چوکۍ له پاره به ۱۱ تنه کانديدان سيالي کوي.

https://p.dw.com/p/1ALTn
انځور: DW/H. Sirat

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون مرستيال عبدالرحمن هوتک، د چهار شنبې په ورځ په يوه خبري غونډه کي اعلان وکړ چي د افغانستان د جمهوري رياست له پاره ۱۱ تنه کانديدان دي. هغه زياته کړه چي د ولايتي شورګانو له پاره د ۳۰۸ تنو ښځو په ګډون ۲۷۰۰ تنه په وروستي ليست کي پاته سوي دي.

هوتک زياته کړه چي د کانديدانو په اړه څېړني يې ټولي خپلي وې او د هيڅچا تر فشار لاندي نه دي راغلي. هغه زياته کړه چي د کانديدانو د ليست په نهايي کولو کي يې ستره ستونزه د رايو وروکولو د کارتونو وه چي کانديدانو بايد د انتخاباتو کمېسيون ته وړاندي کړي وای.

د افغانستان د ټاکنو د قانون له مخي يو کاندي بايد څلوېښت کلونه پوره کړي وي او د بل هيواد تابعيت ونه لري او د رايو ورکولو سل زره کارتونه بايد ولري. تر څو دا ثابته کړي چي هغه خپل پلويان لري.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون تېره مياشت د افغانستان د جمهوري رياست له پاره د کانديدانو لیست له ۲۶ تنو څخه ۱۰ ته راکښته کړ چي تيره ورځ بيا د ټاکنيزو شکايتونو د اورېدو کمېسيون تر څېړنو وروسته اعلان وکړ چي د ولسمشر د کانديدانو په ليست کي يو بل تن هم ور اضافه سو. خو نور هويت يې نه کړ معلوم. د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د چارواکو په خبره دغه کس داوود سلطان زوی چي د کانديدانو ليست ته ور اضافه سوی دی.

د ولسمشرۍ له پاره د کانديدانو نوملړ په لاندي ډول دی:

قيوم کرزی، د عبدالاحد خان کرزي زوی د اوسني ولسمشر حامد کرزي مشر ورور.
اشرف غني احمدزی، د شاه جان احمدزي زوی، د ماليې پخوانی وزير او د امنيتي مسووليت د لېږد پروسې مشر.
ګل آغا شېرزی (محمد شفيق)، د حاجي عبدالطيف زوی، د کندهار او ننګرهار پخوانی والی.
ډاکټر عبدالله عبدالله، د غلام محی الدين خان زوی، د افغانستان د بهرنيو چارو پخوانی وزير.
عبدالرحيم وردګ، د عبدالغني زوی، د افغانستان د دفاعي چارو پخوانی وزير.
زلمی رسول، د بهرنيو چارو پخوانی وزير.
عبدالرب رسول سياف، د ولسي جرګې پخوانی غړی.
قطب الدين هلال، د مولوی ظهيرالدين ديوبندي زوی.
هدايت امين ارسلا، د ماليې پخوانی وزير
داوود سلطان زوی، د ولسي جرګې پخوانی غړی.
محمد نادر نعيم، د سردار محمد داوود خان د ورور لمسۍ.

د ټاکنيزو شکايتونو د اورېدو کمېسيون د څېړنو په پايله کي د ولايت شورا د کانديدانو په ليست کي ۷۶ تنه نور هم ور اضافه سوي دي.

په پلان کي ده چي د افغانستان د جمهوري رياست انتخابات به د راتلونکي کال په حمل مياشت کی تر سره سي.

خو د ولسمشرۍ له پاره د کانديدانو د ليست اعلان د لويي جرګې د پيلېدو تر سيوري لاندي راغلی. په پلان کي ده چي د پنجشنبې په ورځ به مشورتي لويه جرګه د افغانستان او امریکا متحده ايالاتونو ترمنځ د امنيتي تړون پر سر سلامشورې وکړي.

د کابل او واشنګټن ترمنځ دغه تړون تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو حضور ته زمينه برابروي. په دغه تړون کي د جنجال يو ټکی دا دی چي امريکايي ځواکونه دي په افغانستان کي د ماموريت پر مهال د دغه هيواد له قضا څخه خوندي وي، په دې اړه په پام کي ده چي مشورتي لويه جرګه به تصميم نیسي. امريکايي چارواکو غوښتي دي چي ځواکونه دي يې د تيرو لسو کلونو په شان د افغانستان تر عدلي سيسم لاندي نه راځي. خو افغان حکومت وايي چي په دې اړه خپل شرطونه لري.