1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وسله وال په پېښور کي د پاکستاني پوځ په ودانۍ ننوتلي دي

۱۳۸۹ شهریور ۶, شنبه

دوې روځي تر مخه داسي خبرونه رسېدلي وه چي په پېښور کي يو بريد تر سره کېدونکی دی چي وروسته امنيتي چارواکو د پېښور د صدر سيمي امنيت ټينګ کړی ؤ.

https://p.dw.com/p/OyLm
انځور: AP Photo

د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په مرکزي ښار پېښور کي د پاکستاني پوځ پر يوه ودانۍ بريد سوی دی. د پاکستاني پوځ دغه ودانۍ په پېښور کي د امريکا د متحده ايالتونو و قونسلګرۍ ته نژدې واقع ده.

دپاکستاني پوځ وياند اطهر عباس ويلي دي چي د پوښتنو ګروېږنو په موخه يو څو مشکوک کسان د پاکستاني پوځ دغه ودانۍ ته راوستل سوي وه. د نوموړي په وينا دغو کسانو د پيره لرونکو پوځيانو څخه وسلې حمله کړې او دوه پيره لرونکي پوځيان يې يرغمال ونيول.

د خيبر پښتونخوا د ايالتي حکومت وزير بشير بلور د ژورنالستانو سره د خبرو پر وخت وويل چي د شنبې په ورځ د سهار په شپږو بجو د پېښور په کېنټ يا چاونۍ کي وسله وال بريد تر سره سو. بلور زياته کړه چي وسله وال پدې توانېدلي دي چي ودانۍ ته ور ننوزي.

د يوې پوښتنې په ځواب کي بشير بلور دا ومنل چي په يوه حساسه ودانۍ د وسله والو ننوتل د حکومت کمزوري څرګندوي. خو ده زياته کړه چي امنيتي چارواکو د وضعې کنټرول تر لاسه کړی دی.

پوليسو ويلي دي چي دوی د وسله والو د شمېر او پدې هکله معلومات نه لري چي وسله وال د ودانۍ په کومو برخو کي پټ سوي دي. امنيتي چارواکو و د سيمي ټوله سړکونه بند کړي دي او په هوا کي هم څرخي اولوتکي ګرځي.

پاکستاني امنيتي چارواکو ويلي دي چي دوی هڅې پېل کړي دي چي ودانۍ بېرته د وسله والو څخه ونيسي.

ليکونکی: احمدولي اڅکزی/ آژانسونه

کتونکی: محمد قاسم نوري