1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وسله وال بريد ـ د آلمان په مونشن کي مرګ ژوبله

آژاانسونه / ا.و.ا.۱۳۹۵ مرداد ۱, جمعه

په مونشن ښار کي وسله وال بريد مرګ ژوبله رامنځ ته سوې. بريدګر په سرپټي مارکېټ ننوتلي او د پوليسو له خوا محاصره دي. پوليسو د ممکنه ترهګر بريد خبره کړې ده.

https://p.dw.com/p/1JUXE
Deutschland Polizisten in Spezialausrüstung am Olympia-Einkaufszentrum in München
انځور: picture-alliance/dpa/F. Hörhager

د آلمان د سويلي ولايت بايرن په مرکزي ښار مونشن يا ميونيخ کي وسله وال بريد مرګ ژوبله رامنځ ته کړې. د دغه ښار د پوليسو د وياند په وينا د دغه ښار په مرکزي برخه کي د ميکدونلد ريستورانت سره نژدې د ماښام د شپږو بجو وروسته ډزي وسوې چي له کبله يې انسانان ژوبل سول. د بعضو خبرونو له مخي بريد کوونکي وسله وال درې کسان ول.

د پوليسو په وينا بريدګر د ډزو کولو وروسته و نژدې واقع سرپټي «اولمپيا» مارکېټ ته ننوتل. زیاته سوې چي پوليسو دغه سرپټی سوپر مارکېټ يا بازار شاوخوا محاصره کړی دی. د خبرونو له مخي د ښار پر سر د امنيتي چارواکو څرخي الوتکي ګردش کوي. اټکل کيږي چي بريدګر په ياد مارکيټ کي پټ دي.

د مونشن مرکزي د اورګاډو تمځی د امنيتي کسانو په غوښتنه خالي کړل سوی دی. د دې تر څنګ په ښار کي تر مځکي لاندي ميترو او په همدې شان د مځکي پر سر پر پټلويو تلونکي اورګاډو خپل کار درولی دی. پوليسو د پيښي د ځای پر لور تلونکي ټول د عامه ترانسپورت وسايل درولي دي.

د راپورونو له مخي پوليسو د ټول ښار پر خلکو ږغ کړی دی چي د ښار د عامه ځايونو څخه دي و راوتلو ته ډه ډه وکړي.

د دغه موضوع د تعقيب له پاره زموږ انټرنټ پاڼه او فيسبوک پاڼه وڅارئ.