1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وسله والو په افغانستان کې هندۍ لیکواله ووژله

فرید الله ظاهر۱۳۹۲ شهریور ۱۴, پنجشنبه

وسله والو کسانو د افغانستان په پکتیکا ولایت کې یوه هندۍ لیکواله وژلې ده. پولیسو ویلي دي چې دغه پېښه د چهارشنبې په ماښام رامنځ ته شوې ده. دغه هندۍ لیکواله مېرمن سوشمیتا بنرجي، نومیده چې له یوه افغان سره یې واده کړی وو.

https://p.dw.com/p/19ckr
انځور: Sebastian D'Souza/AFP/Getty Images

د پکتیکا ولایت د پولیسو مشر دولت خان ځدران، د فرانسې له خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «موږ د هغې په مرمیو ویشتل شوی جسد ښرني ته څېرمه له يوې مدرسې سره وموند.»

تر دې مخکې په هندي رسنیو کې د مېرمن بنرجي، د مړینې خبر خپور شوی وو. د Times of India انترنتي پاڼې په دې اړه په خپل رپوټ کې لیکلي دي چي دغه میرمن په پکتیکا ولایت کې د خپل کور مخ ته وژل شوې وه. د دغې انتر پاڼې په حواله میرمن بنرجي له یوه افغان سوداگر جانباز خان سره واده کړی وو او په دې وروستیو کې له خپل مېړه سره د يوځای اوسیدو له پاره افغانستان ته تللې وه.

دغې ۴۹ کلني هندۍ لیکوالې په ۱۹۹۰ کلونو کې له افغانستان څخه د خپلې تیښتي په اړه یو کتاب لیکی وو چې په هندوستان کې یې ډیر لوستونکي لرل او بیا وروسته په ۲۰۰۳ کال کې پر دغي کيسې باندي بالیوود یو فلم هم جوړ کړ.

سوشمیتا بنرجي، اوس د صاحب کمالي نوم خپل کړی وو او افغانستان ته تر ستنیدو وروسته یې د روغیتا پالې په توګه د پکتیکا په روغتونونو کې کار کاوه. دغې مېرمنې د پکتیکا ولایت د سرې کلا په سيمه کې ژوند کاوه.

دولت خان ځدران له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې تر اوسه پورې نه پوهيږي چې د پېښې اصلي عامل به څه وي. خو هغه ټینګار وکړ چې امنیتي کارکوونکو د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي.