1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وسله والو طالبانو پر گريشک ولسوالۍ يرغل کړی

۱۳۹۴ اسفند ۱۹, چهارشنبه

د هلمند چارواکي وايي چي وسله والو طالبانو په دغه ولايت کي نوي يرغلونه او تعريضي عمليات پيل کړي دي. د چهارشنبې په ورځ سهار وختي طالبانو د گريشک ولسوالۍ پر مرکز له درو اړخونو يرغل کړی دئ.

https://p.dw.com/p/1I9cR
انځور: Reuters/A. Malik

د هلمند د والي وياند عمر ځواک، د جرمني خبري آژانس (dpa) ته نن د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د مارچ ۹مه) ويلي دي چي يو ځانمرگی بريدکوونکی امنيې قوماندانۍ ته ننوتی دوه افسران ئې وژلي او څلور نور ټپيان سوي دي. د هغه په خبره درې تنه يرغل کوونکي وژل سوي او يو ئې لا مقاومت کوي.

هغه ويلي دي چي امنيتي ځواکونو د گريشک ولسوالۍ د استخباراتو اداې ته د طالبانو د ورننوتلو مخنيوی کړی.

په هلمند کي د وسله والو طالبانو یوه قوماندان ياد خبري آژانس ته ويلي دي چي د دوی، لسو، ۴۰ او ۵۰ کسيزو ډلو پر ولسوالۍ يرغل کړی دئ. هغه زياته کړې ده چي اضافي ځواکونو ته اړتيا نه سته: «دغه جنگيالي به تر هغه وخته پوري جنگیږي، څو يا ئې ولسوالي نه وي نيولې او يا ټول مړه سوي نه وي.»

آژانس لیکي چي د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدی د تويتر له لاري په يوه لنډ پيغام کي ليکلي دي چي جنگيالیو ئې د ولسوال پر دفتر امنيې قومندانۍ او «نورو پوستو يرغلونه کړي دي».

د هلمند د ولايتي شورا يوه غړي چي اوس په گريشک کي دی ويلي دي چي «تر اوسه پوري درو ځانمرگو بريدکوونکو ځانونه الوځولي دي. هغه زياته کړې ده چي د ملي اردو څرخۍ الوتکو سيمي ته عسکر رسولي او سخت جنگ روان دئ.

د کارپوهانو په نظر وسله وال طالبان غواړي چي د هلمند ولايت يوه ولسوالي په بله پسې ونيسي. د دوی په خبره که څه هم په دغه ولايت کي له مياشتو راهيسي جنگ روان دئ، خو تر اوسه پوري دوی پر شا نه دي تمبول سوي.

دوې اوونۍ دمخه افغان امنيتي ځواکونه د هلمند ولایت له دوو ولسوالیو موسی کلا او سنگين څخه چي له اوږدې مودې راهيسي د طالبانو حضور پکښې پياوړی دئ، پرشا سول.

افغان امنيتي ځواک ويلي دي چي دا يو تاکتیکي پرشا تگ دی چي پسرلنيو عملياتو ته تياری ونيسي.

په افغانستان کي د ناټو ځواکونو وياند ويلسن شوفنر، ويلي دي چي له افراطيانو سره د جگړې له پاره د نژدې ۲۵۰۰۰ کسانو کمښت دئ.