1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وزیرستان: د بې پیلوټه الوتکې برید درې تنه وژلي دي

۱۳۹۱ مهر ۱۰, دوشنبه
https://p.dw.com/p/16Hxj

د پاکستان په قبایلي سیمه کې امریکایي بې پیلوټه الوتکې په یوه موټر برید کړی دئ چې په پایله کې ئې درې تنه یاغیان وژل شوي دي. دغه خبر د پاکستان امنیتي چارواکو ورکړی دئ. دغه پیښه د شمالي وزیرستان د میر علي ولسوالۍ د خدرخیلو په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د پاکستان یوه تن امنیتي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي. «امریکایي بې پیلوټه الوتکې د وسله والو پر یوه موټر څلور توغندي توغولي دي چې په ترڅ کې ئې درې تنه یاغیان وژل شوي دي.» یوه بل امنیتي چارواکي هم دغه پیښه تائید کړې ده خو ویلې ئې دي چې په عاجله توگه د وژل شوو کسانو هویت لا نه دئ څرگند شوی.