1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وزیران خپل ۱۰۰ ورځني پلانونه تشریح کوي

حسین سیرت۱۳۹۴ خرداد ۵, سه‌شنبه

د افغانستان حکومت د وزارتونو د لومړیو سل ورځنیو پلانونو په هکله د معلوماتو ورکولو فعالیت پیل کړ. د دغه پروگرام په لړ کې به د کابینې وزیران خپل سل ورځني پلانونه خلکو ته تشریح کوي.

https://p.dw.com/p/1FWd1
انځور: AP

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د دغه پروگرام د پیل په لومړۍ ورځ له خلکو، مدني نهادونو او رسنیو څخه وغوښتل چې په هرو ۲۵ ورځو کې د وزیرانو د سل ورځنیو پلانونو تطبیق وڅاري او د هغوی لاس ته راوړنې او ناکامۍ په گوته کړي. افغان ولسمشر وویل چې د وزارتونو د پلانونو اصلي هدف د خلکو د غوښتنو پوره کول دي.

د ملي یووالي د حکومت له جوړیدو څخه نهه میاشتې تیریږي، خو ویل کیږي چې لا تر اوسه د حکومت لاس ته راوړنې خلکو محسوسې کړې نه دي. خو اوس حکومت تصمیم نیولی چې په جدي توگه د دولتدارۍ فعالیتونه پيل کړي. د ملي یووالی د حکومت مشران وایي چې خلک نه شي کولای پنځه کلن پلان ته په انتظار پاتې شي، نو له دې کبله باید ژمنې مشخصې وي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۵م د می ۲۶مه) د سل ورځني پلانونو د پیل په لومړۍ ورځ په ارگ کې وویل: «سل ورځنی پلان مشخص تعهدات دي چې هر وزارت باید د خپلې دندې په اړه ملت، خپلو مشخصو مخاطبانو، او د افغانستان ټولنې ذیدخلو گروپونو ته وړاندې کړي.»

په پام کې ده چې د هرو سلو ورځو په ختمیدو سره، حکومت د وزیرانو د پروگرامونو بریاوې او ناکامۍ وڅیړي. د دغې پروگرام بل هدف دا دی چې وزارتونه پوه شي چې د هغوی کړنې تر څارنې لاندې دي او د سپارل شوو دندو په هکله ترې پوښتنې کیږي. د «سل ورځو د اجرأتو» په هکله له وزارتونو څخه پوښتنې د ولسمشر غني د حکومت یو نوی اقدام دی چې په نورو حکومتونو کې ساری نه لري.

د عدلي او قضایي نظام اصلاح

په راتلونکو سلو ورځو کې حکومت تصمیم لري چې د افغانستان په عدلي او قضایي نظام کې اصلاحات رامنځ ته کړي. د افغانستان د ملي یووالي حکومت ژمنه کړې ده چې په عدلي او قضایي ارگانونو کې به د فساد پر ضد مبارزه کوي.

د افغانستان ولسمشر وویل: «په راتلونکو سلو ورځو کې به موږ د عدلي او قضایي ارگانونو د کارونو د اساسي څيړنو څرنگوالی بشپړ کړو. دغه څیړنه به په ټولو اړخونو کې وي، تر څو کابل او هم د څارنوالۍ څانگه په اساسي صورت تر ارزونې لاندې ونیول شي.»

د بیا رغاونې په برخه کې محمد اشرف غني وویل چې په پام کې ده یو شمیر سترې پروژې چې تر اوسه دریدلې وې، بیا ځلې په فعالیت پیل وکړي. ښاغلي غني په خپلو څرگندونو کې زیاته کړه چې په راتلونکو ورځو کې به له خصوصي سکتور سره مشورې پیل کړي، تر څو د کارموندنې او دغه راز په اقتصادي وضعیت کې سمونوالی رامنځ ته شي.

د ارگ او جومات تر منځ د واټن راکمول

لومړنی وزیر چې خپل سل ورځنی پلان یې وړاندې کړ د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني وو. د افغانستان ولسمشر پر دې ټینگار وکړ چې د ارگ او مسجد تر منځ د واټن د ختمولو قصد لري: «زموږ له عمده اهدافو څخه یو د ارگ او مسجد تر منځ، د دولت او مدرسې تر منځ او د علماوو کرامو او سیاسي قشر تر منځ د فاصلې راکمول دي.»

د افغانستان د حج او اوقافو وزیر په خپلوڅرگندونو کې وویل، چې له دې وروسته به ملا امامانو ته د خطبې عنوانونه د تلیفوني پیغامونو له لارې استول کیږي.

هغه زیاته کړه علماوو او مسجدونو ته خدمت، د حج په پروسه کې آسانتیا او په دغه وزارت کې اصلاحات رامنځ ته کول به د هغه له اصلي پروگرامونو څخه وي. فیض محمد عثماني دا هم وویل چې د ملا امامانو د استخدام له پاره نوي ۷۰۰ بستونه رامنځ ته شوي دي. د حج او اوقافو وزیر وویل چې په پام کې ده د تبلیغ له پاره د مبلغینو گرځنده کمېټې ولایتونو ته سفر وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې ډیر شمیر مسجدونه د دولت له کنتروله بهر دي، او د حکومتي چارواکو په وینا له دغې ډلې څخه په یو شمیر مسجدونو کې د حکومت پر ضد تبلیغات کیږي.