1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وزارت: د عينکو د مسو پر کان به کار روان وي

۱۳۹۰ مرداد ۳۱, دوشنبه

د کانونو وزارت وايي چي په هيڅ صورت به د لوګر په ولايت کي د عينکو د مسو له کان څخه د مسو د را ايستلو پيل سوي پروژه چي اوس لومړي پړاونه وهي و نه درول سي. داسي ويل کيدل چي ددې پروژې په وړاندي خنډونه را منځ ته کیږي

https://p.dw.com/p/12L5W
د مس عينک کان
د مس عينک کانانځور: AP

په سيمه کي تيره هفته داسي ويره خپره سوه چي گواکي وسله وال مخالفين تلاښ کوي، چي د دغه کان پر سر روان کار ودروي او کورنيو او خارجي انجينيرانو باندي بريدونه وکري.

د دغه کان څخه د مسو د استخراج د پروسې د دريدلو په اړه دوې مياشتي دمخه هم داسي ګنګوسې خپرې سوي، چي ويل کيدل دغه کان ته نږدي د تاريخي اثارو يوه لويه ساحه مشخصه سوې او تر هغه پوري چي دغه تاريخي اثار نه وي را ايستل سوي د عينکو پر کان به ټول کار په ټپه ودرول سي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تيره اونۍ ويلي وو، چي د دوی وړاندويني داسي دي، چي که چيري له دغي سيمي د تاريخي اثارو د رايستلو کار په دوامداره توګه اوس پيل سي نو درې کاله وخت به ونيسي.

د وزارت په خبره په دغه وخت کي چينايي کمپنۍ بايد خپلي ټولي چاري په ټپه ودروي، تر څو د افغانستان دغي لرغوني شتمنۍ ته تاوان و نه رسيږي هغه څرګندوني چي اوس يي د کانونو وزارت ردوي.

د کانونو وزارت له لوري نن په کابل کي دويچه ويله ته په ليږل سوې يوه وينا پاڼه کي راغلي چي د دغه کان لومړني، علمي، انکشافي او اکتشافي چاري به له چينايي کمپنۍ سره د سوي تړون له مخي پر مخ ځي.

د عينکو د مسو کان د نړۍ په کچه بي ساري کان بلل کيږي چي اوس يي د ام سي سي په نامه يوه چينايۍ کمپنۍ د استخراج تړون په لاس کي لري.

ويل کيږي چي تر اوسه پوري پينځه اعشاريه اوه سوه او ديارلس مليون متره مربعه ځمکه په دغه ساحه کي د ماينونو له وجود څخه پاکه کړاي سوي ده.

ويل کيږي چي د مګړۍ دغه کان ته ور غځېدلی سړک هم تر کار لاندي دی او ډير ژر به په پاخه او اساسي ډول جوړ سي.

د کانونو وزارت وايي، چي د لوګر د عينکو د مسو په کان کي ۲۵۰مليونه ټنه مس موجود دي چي اوسنۍ نړيوالي بيي ته په کتو سره، چي د هر ټن مسو بيه ۷۷۳۲ افغانۍ اټکل سوي د څلور څلويښت مليارده امريکايي ډالرو په ارزښت مس شتون لري.

که چيري دغه چاري په کاميابۍ سره پيل سي، نو هر کال به افغان دولت ته له دغه اړخه دري سوه مليونه امريکايي ډالر د چينايي کمپنۍ له لوري ورکړل سي.

له اقتصادي پلوه په اوسنيو حالاتو کي د دغه کان څخه د مسو د استخراج پروسه ډيره مهمه بلل کيږي، ځکه چي د لوګر ولايت په سلګونو اوزګار ځوانانو ته به هم دغلته د کار زمينه برابره سي.

لوګر د افغانستان په کچه بي وزله ولايت دي چي ډيری ځوانان يې اوزګار دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل