1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"د ښوونې وده او د ښوونکو ژوند سره اړیکه لري"

۱۳۹۱ فروردین ۵, شنبه

د کابل چاپ د شنبې د ورځې ډیری ورځپاڼو د نوي تعلیمي کال د پیل په اړه لیکنې خپرې کړي دي. د شنبې ورځ د ۱۳۹۱ هجري لمریز ښوونیز کال لومړۍ ورځ ده.

https://p.dw.com/p/14QxS
انځور: AP

د اصلاح ورځپاڼې پر حکومت غږ کړی دﺉ چې باید هر افغان ماشوم ته چې ښونځي ته د تلو شرایط ولري د زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي.

اصلاح لیکلي دي چې که څه هم افغان حکومت په تیرو لسو کلونو کې د ښوونې او روزنې په برخو کې شوي پرمختګونه بې سارې بولي خو سره له دې هم یو شمیر زده کوونکي د ملک په ګوډ ګوډ کې له زدکړو بې برخې پاته دي.

ورځپاڼه وایي چې طالبان هم باید ښوونځیو ته د تګ پر مهال د ماشومانو مخ نیوي و نه کړي ځکه د ورځپاڼې په خبره دا کار له افغانستان او له ټول بشریت سره لویه جفا ده.

ورځپاڼه لیکي چې تیر کال ډیر شمیر افغان ماشومان له بیلا بیلو لورو د جګړو پر مهال یا مړه او یا هم ژوبل شول چې دا کار د پوهنې پر ټول بهیر اغیزه لري.

همدا راز له کابل څخه د ملي باور په نامه یوې بلې ورځپاڼې هم همدا مسله څیړلې ده. ورځپاڼه لیکي چې نوی ښوونیز کال په داسې وخت کې پیلیږي چې د هیواد په یو شمیر سیمو کې لا هم د جګړو اور بل دﺉ او کورنۍ خپل کوچنیان د ماینونو او جنګ جګړو له ویرې ښوونځیو ته نه شي استولای.

ملي باور لیکي چې د ښوونځیو او روزنې په برخه کې افغان دولت ډیر تت ګامونه پورته کوي. ورځپاڼه ټینګار کوي چې په افغانستان کې له یوه پرمختللي پوهنیز نظام پرته د دغه هیواد راتلونکې نه شي روښانه کیدلای.

ملي باور لیکي چې که څه هم د ښوونې پر سکتور باندې په افغانستان کې په میلیاردونو ډالر مصرف شوي دي خو اوس هم د افغانستان د پوهنې پر وړاندې ستونزي پر خپل قوت پاته دي.

ورځپاڼه پر نړیوالې ټولنې غږ کوي چې د افغانستان د ژغورنې یوازنۍ لاره پوهنه ده او که چیرته د دغه ملک ماشومان چې د راتلونکې له پاره د نیالګیو حیثیت لري و نه روزل شي افغانستان نه شي کولای د روښانه راتلونکې له پاره هیله ولري.

همدا راز د انیس دولتې ورځپاڼې هم د پوهنې او روزنې پر وړاندې د موجودو ستونزو په اړه لیکنې خپرې کړې دي چې په یوه برخه کې ئې راغلي دي چې د پوهني پرمختګ د ښوونکو له ژوند سره تړلی دﺉ.

انیس وايي چې ډیری ښوونکي د ژوندانه په بد حالت کې دي. د دې ورځپاڼې په خبره افغان ښوونکي کورونه نه لري، تنخواه ئې د ژوندانه د ستونزو د لري کولو له پاره کفایت نه کوي. ورځپاڼې لیکلي دي چې ډیر ښوونکي د ټیټو معاشونو له کبله له خپلې دندې وروسته شاقه کارونه تر سره کوي.

د هشت صبح ورځپاڼې بیا د کانکور د آزموینې د پایلو په اړه یوه لیکنه خپره کړې ده. هشت صبح وایي چې د کانکور په آزموینه کې د دولسمو ټولګیو شاوخوا ۱۵۰ زره فارغانو برخه اخیستې وه چې یوازې څه باندې سل زره کسان ئې د لوړو او نیمه لوړو زده کړو مؤسسو ته جذب شوي دي. ورځپاڼې پر حکومت غږ کړی دئ چې د ناکامه شوو ځوانانو د راتلونکي په اړه سر له اوسه فکر وکړي.

میرویس جلالزی
کتونکی: مسعود جهش