1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ورځپاڼه: طالبان په قطر کي سياسي دفتر پرانيزي

۱۳۹۰ شهریور ۲۱, دوشنبه

برتانوۍ ورځپاڼه ټايمز ليکي، چي د امريکا متحده ايالات په خليج هيواد قطر کي د هغه يو پلان څخه ملاتړ کوي، چي د طالبانو لپاره هلته يو سياسي دفتر پرانستل سي.

https://p.dw.com/p/12XPT
انځور: AP

د لويديځ يو ديپلومات يادي ورځپاڼي ته ويلي، چي دغه ګام ددې لپاره پورته کيږي، چي لويديځ وکولای سي د طالبانو سره په رسمي توګه د سولي خبري اتري پيل کړای سي.

 

دغه ديپلومات ټايمز ورځپاڼي ته ويلي چي په قطر کي د طالبانو دفتر په دې هيله پرانستل کيږي تر څو په راتلونکي کي اورپکي د افغان دولت سره پخلا سي او په افغانستان کي د څو لسيزو راهيسي رواني جګړې ته د پای ټکی کيښودل سي.

 

دغه راپور وړاندي کاږي چي د امريکا متحده ايالاتو پر دي خبره ټينګار کاوه چي دغه دفتر بايد په داسي ځای کي جوړسي، چي د پاکستان د نفوذ څخه خوندي وي.

 

د لويديځ يو ديپلومات چي نوم يي نه دی بربنډ سوی، ټايمز ورځپاڼي ته ويلي: « دا به يوه پته وي، چي هغوي به يو سياسي دفتر ولري. دا به کوم سفارت او کونسلګري نه وي، خو دا به داسي د اوسيدو يو ځای وي، چي د هغوي سره به د يوه سياسي ګوند په توګه چلند کيږي.»

 

دغه ديپلومات په دې خبره ټينګار وکړ چي طالبانو ته به اجازه ور نه کړل سي، چي دغه دفتر د خپل ځان لپاره په مرستو راټولو کي وکاروي.

 

د ټايمز ورځپاڼي دا هم ويلي چي طالبانو ددې خبري ضمانت غوښتی چي د دوی استازي به نه زورول او ګواښل کيږي.

 

اژانسونه/ سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل