ورځپاڼه: طالبانو په ټول افغانستان کي پښې ټينگي کړي دي
۱۳۸۹ تیر ۱۴, دوشنبهوينر ليکي چي ددې ستونزي سره اوس په افغانستان کي د ناټو او امريکايي ځواکونو نوي ستر قوماندان جنرال ډيويډ پيترايس مخامخ دی.
د جنرال ميک کريسټل دپاره نه يوازي طالبان ستونزه ده، بلکي د ټول افغانستان حالت اوس د هغه په وړاندي يوه جدي ستونزه گرځېدلې ده.
نړيوال ځواکونه په افغانستان کي نه يوازي دسخت دريځو طالبانو سره جنگېږي، بلکي په عيني حال کي د محلي وسلوالو قوماندانو په وړاندي چي د کرزي د حکومت مخامخ دي ورسره جنگيږي.
د ورځپاڼي په خبره نړيوال ځواکونه د هغو کسانو د مقاومت سره هم مخامخ دي چي د افغانستان په جگړه کي يې د کورنۍ غړي د لاسه ورکړي او اوس د خپل انتقام د اخستلو دپاره جنگېږي.
اوتريشۍ ورځپاڼه ليکي چي، د افغانستان اوسنۍ حالت د سياسي حل غوښتونکی دی. تر څو د دښمن څخه د برياليتوب اشترينگ په خپل لاس کي واخلي.
د ورځپاڼي په خبره غير ددې څخه به د جنرال پيترايس دپاره ډيره ستونزمنه وي چي د پوځي لاري څخه په افغانستان کي حالت عادي کړي.
AG/ زيارمل
کتونکی. عبدالباري حکيم