1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«مهاجر به په ډليزه توګه له اروپا وايستل سي»

آژآنسونه / ا.و.ا.۱۳۹۵ مرداد ۵, سه‌شنبه

د رومانيا «ادې وارول» ورځپاڼي په خپله تبصره کي له اروپا د زياتو مهاجرو د اخراج خبره کړې ده. د دغې تبصرې له مخي دغه کار ته به ترهګر بريدونه لاره هواره کړي.

https://p.dw.com/p/1JVpb
Flüchtlinge aus Nordafrika in Deutschland
انځور: picture-alliance/dpa/D. Bockwoldt

د رومانيې ليبرال ورځپاڼي «ادې وارول» د خپلي سه شنبې د ورځي (د ۲۰۱۶ کال د جولای ۲۶مه نېټه) په ګڼه کي په اروپا کي پر اسلامستي بريدونو تبصره کړې ده.

په دغه تبصره کي راغلي چي په لوېديځه اروپا کي د اسلامستي بريدونو د لړۍ وروسته به اروپايي اتحاديه په ډليزه توګه مهاجر اخراج يا ديپورت کړي.

د تبصرې له مخي: «دا څرګنده ده چي د اروپا په تړاو هغه مفکوره چي اروپا به آرامه وي، د ښېرازۍ او پرمختګ ځای وي، داسي یو مفکوره د مرګ په حال کي ده. د دې سره تړلې هغه مفکوره هم د مګر په حال کي ده چي د اروپا دننه د ښېرازۍ، آرامۍ او پرمختګ بهير به له اروپا څخه دباندي هم ريښې ونيسي.»

د رومانيې هيواد په دغه ورځپاڼه کي دا تبصره د هغه څخه يوه ورځ وروسته خپريږي چي د آلمان په انسباخ کي د داعش د احتمالي ملګري له خوا ځانمرګی بريد تر سره سو.

د «ادې وارول» په تبصره کي راغلي: «د اټکل له مخي به (په لوېديځه اروپا کي د تيرو اسلامستي بريدونو په ترڅ کي) سخت او د قاطع عمل غبرګونونه راوپاروي. د دغو غبرګونونو په ترڅ کي به د شته قوانينو او اصولو څخه سخت تعبير واخيستل سي، د غېر قانوني لارو راغلو مهاجرو د ديپورت کولو پروسې به تيزي کړل سي او هغه پناه غوښتونکي چي پناه يې نه ده قبوله سوې له اروپا څخه به بېرته ولېږل سي (...) اروپا په ډېره چټکتيا سره د تغير په حال کي ده او په يوه قلعه بدليږي. د ژوندي پاته کېدو له پاره همدغه يوازنۍ لاره ده.»

د هغه وروسته چي په فرانسه او بلجيم کي ترهګر بريدونه تر سره سول، په تيرو ورځو کي په آلمان کي هم درې بريدونو مرګ ژوبله رامنځته کړه. په دغو درو کي د دوو بريدونو پړه د سوريې او عراق ترهګرې ډلې داعش په غاړه واخيسته.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه: