1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«وروستۍ پېښي د توکيو کنفرانس سره تړاو لري»

۱۳۹۱ تیر ۲۰, سه‌شنبه

د کندهار والي توریالی ویسا، وايي چې په دې ولایت کې د دوشنبې د ورځې ځانمرګي بريدونه او چاودنې د توکيو له کنفرانس سره تړاو لري. د هغه په خبره یاغیان نه غواړي چې د افغانستان په هکله مهمې پریکړې وشي.

https://p.dw.com/p/15UUQ
انځور: DW

د ده په خبره د افغانستان وسله وال مخالفین نه غواړي چې د افغانستان د ښې راتلونکې له پاره پریکړې وشي. خو ویسا وايي چې دا ډول بريدونه د افغانانو او نړيوالو ارادې نه سي بدلولاى.

ویسا وویل چې اوس افغان ولس پریکړه کړې ده چې خپل هیواد د پرمختگ په لور بوزي، او د هغوی دغه اراده هیڅ څوک نه شي ماتولای:

«هغه مثبتې پریکړې چي د افغانستان په اړه کٍيږي د یاغیانو د ګټو پر ضد دي او هغوی ئې نه سي زغملاى.»

د کندهار والي د دوشنبې په ورځ ناوخته يوې خبري ناستي ته خبري کولې. هغه د برید کوونکو د هویت په اړه څه و نه ویل خو څرگنده ئې کړه چې د پېښې په اړوند یو شمیر کسان نیول شوي دي:

«د برید کوونکو په اړه اوس په دقيق ډول څه نه سو ويلاى خو په سيمه کي یو شمیر بهرني وگړي نيول سوي دي چې تر پوښتنو وروسته به ئې په اړه رسنيو ته معلومات ورکړو.»

توريالى ويسا وايي چې د دوشنبې د ورځې په بيلا بيلو بريدونو او چاودونو کي ١٤تنه ځانمرګي برید کوونکي وژل سوي دي. هغه په خبره په دغو پېښو کې شپږ تنه ملکیان او ٢٤ تنه پوليس ژوبل شوي او درې تنه وژل شوي دي:

«دغه بريدونه پرون له غرمې وروسته د دریو بجو په شاوخوا کي د کندهار ښار په د څلورمې لومړۍ ناحيې په دریو بيلا بيلو سيمو کي رامنځ ته سول. په دغه نزدې دوه ساعته جګړه او بريدونو کي یاغیانو د امنيې قومندانۍ، کاکا سيد احمد ليسه، نور مارکيټ او ممتاز هوټل تر بريد لاندې ونیول.»

د پېښو پړه وسلوالو طالبانو پر غاړه اخیستې ده. د کندهار والي يو ځل بيا پر وسلوالو غږ وکړ چي د جګړو پر ځاى د سولې لار خپله کړي.
په وروستيو کي د کندهار په ولسواليو او ښار کي ناامني له هغه وروسته زياته سوې ده چي په دغه ولايت کي د امنيتي ځواکونو له خوا د «کلک هوډ ٤» تر نوم لاندې د عملياتو د پيليدو خبر ورکړل سوی دئ.

ابراهیم سپیڅلی
کتونکی: مسعود جهش