1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وحید عمر:د کندز په حالاتو کې به د پام وړ بدلون راشي

۱۳۸۹ مهر ۲۰, سه‌شنبه

د سیمې امنیتي چارواکې وایې چې په کندز او یو شمیر نورو شمالي ولایتونو کې د ازبکستان د اسلامي بنسټ پال غورځنګ جنګیالي ډیر فعال دي چې د القاعدې سازمان تر امر لاندي فعالیت کوي.

https://p.dw.com/p/PcPz
د افغان ولسمشر حامد کرزي ویاند وحید عمر
د افغان ولسمشر حامد کرزي ویاند وحید عمرانځور: DW/Farahmand

د افغان ولسمشر حامد کرزي ویاند وحید عمر: وایې چې د کندز ولایت په امنیتي حالت کې به ډیر ژر د پام وړ مثبت بدلون رامنځ ته شي.

کندز په دې ورستیو کې د یو شمیر خونړیو پیښو شاهد وو او په دې ورستیو کې یې والي هم په یوه برید کې ووژل شو.

وحید عمر نن په کابل کې د یوې خبري غونډي پر مهال وویل چې د کندز ولایت امنیتي حالت اوس له یو شمیر ستونزو سره مخ دی خو دوي داسي یو پلان تر لاسه لاندي لري چې په پلی کیدو سره به یې د دغه ولایت په حالت کې د پام وړ بدلون راشي.

کندز د افغانستان په شمال کې هغه پروت ولایت دی چې په دې ورستیو کې یې امنیتي حالت یی ډیر زیات خراب شوی دی.

په نوموړي ولايت کی د القاعدې د ډلي د وسله والو کورنیو چریکانو تر څنګ بهرنې جنګیالي چې ډیری یې د منځنۍ اسیا په هیوادونو پوري تړلي دي ، ډیر تر سترګو کیږي.

د سیمې امنیتي چارواکې وایې چې په کندز او یو شمیر نورو شمالي ولایتونو کې د ازبکستان د اسلامي بنسټ پال غورځنګ جنګیالي ډیر فعال دي چې د القاعدې سازمان تر امر لاندي فعالیت کوي.

کندز کې ډیری د آلمان سرتیري ځای پر ځای دي او وخت وخت ناوخت د دولت ضد وسله والو تر بریدونو لاندي راځي.

خو ښاغلي عمر د هغه پراخ پلان په اړه چې پر وینا یې په کندز کې به حالاتو ته مثبت سمون ورکوي ډیر جزیات رسنیو ته ور نه کړل.

نوموړي همدا راز په کنړ کې د هغې بریټانوۍ میرمنې د مړینې په اړه هم خواشینې وښوده چې وړمه ورځ د ناټو ځواکونو د ژغورني د عملیاتو پر مهال مړه شوي ده .

ښاغلي عمر د ناټو ځواکونو د تحقیقاتو تر پای ته رسیدو پوري د دغې وژنې د علت په اړه له ډیر څه ویلو ډډه وکړه.

تیره ورځ په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال دیوید پتریوس د یوې وینا پاڼې په ترځ کې چې د آلمان غږ راډیو ته هم استول شوي ویلي چې ده یوې څیړندویه ډلي ته د دغې پیښې د جزیاتو د روښانه کولو په باب دنده ورکړي.

جنرال پترویس زیاته کړي چې د خیر ښې ګڼي د دغې بریټانوۍ مامورې په مړینه خواشینی دی او دوي به یې د مرګ د دلیل په اړه جدې څيړنې وکړي.

له سیمې څخه را رسیدلي رپوټونه وایې چې دغه میرمن د هغه بم د چاودنې له امله ووژل شوه چې د برمته کونکو له لوري هغې ته نږدې وچاودید.

د افغان ولسمشر ویاند په دغه خبري غونډه کې همدا راز له طالبانو سره د سولې دخبرو په اړه هم د خبریالانو یو شمیر پوښتنو ته ځوابونه وویل .

وحید عمر وویل چې له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره لاره خلاصه ده او هغه اړیکې چې دوي تر اوسه له طالبانو سره ټینګي کړي کولای شي چې د یوې منظمې مذاکرې لپاره ترینه ګټه واخیستل شي.

نوموړي وړاندي وویل:« د طالبانو په لیکو کې داسي کسان شته چې د قومي مشرانو، روحانيونو او یا له یوه بل طریقه تلاش کړی چې له افغانستان حکومت سره اړیکه ونیسي، هغوي د سولې لپاره چمتو والی ښولی.

د وحید عمر په وینا چې د افغانستان دولت تر اوسه له هیڅ چا سره منظمې مذاکرې او ډیالوګ ندی کړی. دا په داسي حال کې ده چې افغان ولسمشر حامد کرزي پرون له امریکایې ټلویزیون، سې ان ان، سره په خبرو کې وويل چې له طالبانو سره د سولې لپاره غیر رسمي تماسونه نیول شوي دي.

جلالزی

عبدالباري حکيم