1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وارداتي میوو د افغاني میوو بازار خراب کړی دئ

۱۳۹۱ تیر ۲۵, یکشنبه

د افغانستان د میوو سوداګر وایي چې د بهرنیو ملکونو میوو د افغانستان د میوو مارکیټونو ته لاره کړې او د کورنیو میوو بازار ته سخت زیان رسولی دئ. د دغو سوداگرو په خبره وارداتي میوې د افغاني میوو په پرتله ارزانه دي.

https://p.dw.com/p/15XyX
انځور: AP

هغوی زیاتوي چې دغه میوې که څه هم د خوند له اړخه له ټیټ کیفیت څخه برخمنې دي خو دا چې په سالمه توګه او ښه بسته بندي د افغانستان بازار ته وړاندې کیږي نو خلګ ئې ډیرې خوښوي.

په افغانستان کې د میوو باغونو ته د سمې پاملرني نه شتون او همدا راز سړو خونو او مارکیټونو ته د تازه میوو پر وخت نه رسیدل هغه ستونزې دی چې د کورنیو میوو کاروبار ته ئې سخت زیان رسولی دئ.

که څه هم اوس مهال د افغانستان څه نا څه ډیرې لمدې میوې پخې شوې دي خو بیا هم په مارکیټونو کې تر ډيره بریده د بیلا بیلو هیوادونو ډول ډول میوې تر سترګو کیږي.

د تازه میوو یو شمیر پلورونکي وایي چې د وارداتي میوو بیه که څه هم د کورنیو میوو په پرتله لوړه ده خو بیا هم ډیر خلک په دې چې دا میوې له صحي پلوه روغې دي د هغوي اخیستلو ته زړه ښه کوي.

د کابل د میوې د پلورلو په یوه عمده مارکیټ کې یوه میوه پلورونکي له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل:

«حکومت باید میوه پلورونکو او باغ لرونکو ته سړې خونې جوړې کړي چې د میوو له خرابیدو څخه مخنیوی وشي او صحي میوې د پلورلو له پاره مارکیټونو ته وړاندې شي.»
اوس د کابل په مارکیټونو کې د افغانستان بیلا بیل ډوله کورنۍ تازه میوې پلورل کیږي. په دغه ډله کې هندواڼې، الو او توت تر هر بل څه ډیر په بازار کې لیدل کیږي.

د میوه پلورونکو د ټولنې د مشر حمیدالله، په خبره اوس د یو کیلو کورنۍ هندواڼې بیه شل افغانۍ ده. دا په داسې حال کې ده چې تاجکستاني هندواڼې هم په همدې بیه په مارکیټونو کې پلورل کیږي.

د نوموړي په خبره د سړو خونو او د میوو د پروسس د مرکزونو نه شتون له کبله د حاصلاتو له موسم وروسته افغان باغ لرونکي خپلې میوې نه شي ساتلی او سوداګر مجبور وي چې له بهر څخه په لوړه بیه میوې وارد کړي:

«زه کولی شم ووایم چې زموږ د میوو مارکیټ چین، ایران، فلیپین، پاکستان، هندوستان او ان تاجکستان نیولی دئ. دغه ملکونه زموږ د میوو له رسیدو سره سم خپلې میوې را لیږي او په ښه بیه ئې پلوري چې له دې کار سره د میوو د باغونو خاوندانو ته زیان رسیږي او د هغوی محصولات خلک نه خوښوي.»

د حکومت شمیرې ښيي چې اوس په افغانستان کې یو شمیر سرې خونې او د میوو د پروسس مرکزونه جوړ شوي دي خو په هیڅ صورت د بسنې وړ نه نه دي. افغان حکومت ژمنه کړې ده چې د امریکا د متحده ایالتونو د پراختیایي اداري په همکارۍ به ډیر ژر د افغانستان په څلورو زونونو کې د لمدو میوو د پروسس داسي مرکزونه جوړ کړي چې په مټ ئې وکړای شي افغاني محصولاتو ته په بهرنیو هیوادونو کې ښه بازارونه وموندي.

میرویس جلالزی
کتونکی: مسعود جهش