1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هیلري کلنټن په ناڅاپی سفر کابل ته رسیدلې ده

۱۳۹۱ تیر ۱۷, شنبه
https://p.dw.com/p/15TGF

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن په ناڅاپي سفر افغانستان ته رسیدلې ده. هیلري کلنټن په کابل کې د متحده ایالاتو په سفارت کې د خپلو دیپلوماتانو سره تر لیدنې کتنې وروسته افغانستان د ناټو د غړو هیوادونو د چوکاټ بیرون د خپل نزدي متحد په نوم نومولی دئ.

هیلري کلنټن نن د افغان ولسمشر حامد کرزي سره هم ولیدل. افغانستان داسې پنځلسم هیواد شو چې د ناټو د چوکاټ څخه بیرون د متحده ایالاتو د نزدي متحد په نوم یادیږي. په دغه نورو پنځلسو هیوادونو کې آسترالیا، مصر او جاپان هم شامل دي.

پاکستان هم په ۲۰۰۴م کال کې په دغه لست کې شامل کړای شوی وو. هیلري کلنټن به نن د جاپان په لور وخوځیږي چیرې د افغانستان له پاره د مرسته کوونکو هیوادونو یو نړیوال کنفرانس جوړيږي. اټکل کیږي چې په دغه کنفرانس کې به له افغانستان سره په ملکي برخه کې شاوخوا په کال کې د څلورو میلیاردو ډالرو ژمنې وشي.