1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هييان توپان ۱،۵ ميليونه کوچنيان خوار ځواکي کړي

شمس الرحمن ناصر/ دويچه ويله۱۳۹۲ آذر ۳, یکشنبه

د «هيیان» په نوم تر سخت توپان دوې اوونۍ وروسته ملګرو ملتونو له نړیوالو ټولنۍ څخه وغوښتل چې له دغه هیواد سره خپلې مرستي زیاتي کړي. د فلیپین دولتي چارواکي د قربانیانو شیمرې ډیر لوړ ښيې.

https://p.dw.com/p/1ANE0
انځور: DW/P. Hille

په فلیپین کې د هيیان توپان له امله د اوښتي زیان کچه مخ پر ډیریدو ده. د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو د همږغه کوونکي دفتر مشر والري آموس، له خوا د یو تازه رپوټ پر بنسټ، فلیپین او د دغه هیواد توپان ځپلي خلک د نورو خطرونو له جدي ګواښ سره مخامخ دي.

والري آموس د شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د نوومبر مياشتي۲۳) خبریالانو ته وویل:«زه د هغو یو نیم میلیونو د زیاتو کوچنیانو له پار ډیر سخت اندیښمن یم چې اوس سوء تغذي دي او د هغوی ژوند له خطر سره مخامخ دی.» هغه دغه راز زیاته کړه «تر۸۰۰ زرو زیاتي امیدواري او شیدې ورکوونکي میندې» هم له همدې خطر سره مخامخ دي.

څلور میلیونه بې کوره شوي خلک

سربیره پر دې د ملګروملتونو د بیړنیو مرستو همږغې کوونکي سازمان د هغو ۴ میلیونو بې کوره شوو کسانو د ژوند خراب حالت ته اشاره کړې ده، چې تر سختو اقلیمي شرایطو لاندي په آزاده فضا کي ژوند کوي.

آموس زیاته کړه«که څه هم د ور رسېدلو مرستو ویش پیل شوی دی، خو سربیره پر دې هم باید ډیر نور کارونه ترسره شي.» آموس دغه راز د خوراکې موادو، څښکا د پاکو اوبو او سرپناه د کمښت ستونزو ته اشاره وکړله.

بې کوره سوي کورنۍ
بې کوره سوي کورنۍانځور: Reuters

"د کوچنیانو د ملاتړ پروګرامونه"

«کوچنیانو ته د مرستي رسولو نړیوال سازمان» د رپوټونو پر اساس تر اوسه پوری په دغو توپان ځپلو سیمو کې کوچنیانو ته د مرستو رسولو یو شمیر پروګرامونه تطبیق شوې دي. د دغه سازمان ویاند په هامبورګ کې وویل:«په بیړنیو حالاتو کې هغه ګواښ چې کوچنیانو ته متوجه دی، دا دی چې دوی د جنسې تیري او زور زیاتي ښکار ګرزي او دغه راز دغه کوچنیان پلورل او پیرل کیږي.»

د نړیوال روغتیايي سازمان (WHO) د رپوټ پر بنسټ، په توپان ځپلو سیمو کې د ماشومانو روغتیايي پروګرامونه د پلان له مخې پر مخ روان دي. دغه سازمان او د فلیپین دولت د ساري ناروغیو د مخنوې په موخه ماشومانو ته د ګوزڼ او شري ناروغیو پر ضد واکسینونه پیل کړي دي. همدارنګه توپان ځپلو ته د دوی د بدن د دفاعي سیستم د پیاوړتیا په موخه د ویټامین تابلیتونه هم ویشل شوې دي.

د نړیوال بانګ مرستې

د نړیوال بانګ چارواکو د شنبې په ورځ اعلان وکړ چي له فليپين سره يي د خپلو مرستو اندازه له ۴۸۰ میلیونه ډالرو څخه نزدې یو ميلیارد ډالرو ته لوړه کړې ده. ټاکل شوې ده چي په دغو مرستو سره به توپان ځپلي سیمې د سیمه ییزو خلکو په مرسته ورغول شي.

د سرچینو په حواله، دغه پيسې د هغو مرستو په جمله کې نه راځي، چې دغه بانک يي فلیپین ته د«پراختیا او بیارغونې» له پاره ورکوې. د آسیا پراختیايي بانک، هم اعلان کړی دی چې په پلان کې لري له دغه هیواد سره ۵۲۳ میلیونه ډالره مرسته وکړي. تر اوسه پوري نړیوالي ټولني له فلیپين سره تر ۳۴۴ میلیونه ډالرو زياتي مرستي کړي دي.

د ورکو شوو کسانو شمیر

د هيیان توپان د باد سرعت په ساعت کي۳۰۰ کیلومتره ته رسیده، چې د نوومبر ماشتي پر اتمه نېټه يې په خپل ټول قوت سره د فلپين په ختیځ کې دوو ټاپوګانو «لیته» او «سمر» ته ډیر سخت مالي او ځاني تاوانونه واړول.

د دغو دوو ټاپوګانو نزدې۸۰۰ زره اوسیدونکي د خپلو کورونو پرېښوولو ته اړ شول. د سیمه ییزو چارواکو په خبره تر اوس لا د نزدې ۱۶۰۰ تنو د برخه لیک په اړه هیڅ ډول معلومات نه لري.