1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هيلري کلينټن او شټاين ماير پر نړيوالو موضوعګانو خبري کړي

۱۳۸۷ بهمن ۱۶, چهارشنبه

د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير د سه شنبې په ماځيګر د هيلري کلنټن سره، په ظاهره ډېر خوشاله د امريکا د بهرنيو چارو په وزارت کي د رسنيو په وړاندي راڅرگند سو...

https://p.dw.com/p/Gn0Q
د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټن او د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير په واشنګټن کي د خبري غوڼدي پر مهال
د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټن او د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير په واشنګټن کي د خبري غوڼدي پر مهالانځور: AP

البته د دوی په دوه نيم ساعته کتنه او خبرو اترو کې يوازي پېژندگلوي نه وه، بلکي د نړيوالو بحرانونو او د سمندر د دواړو اړخونو د اړيکو پراخه موضوعگانې سره وڅېړل شوې. له دې ليدنې سره د آلمان د بهرنيو چارو وزير له امريکايانو سره زيات ورته نظرونه وليدل، مگر د خپل سفر نه وړاندې يې دا په گوته کړې وه، چې مخالف ټکي به هم موجود وي. يو له دې لانجمنو ټکو څخه افغانستان دئ. هلته د امنيت ټينگولو موضوع د امريکې نوي مشر بارک اوباما ته د لومړيتوب حق لري، او امريکه غواړي هلته خپل عسکر زيات کړي. او امکان لري له جرمن نه هم ورته غوښتنه وکوي.

خو تر اوسه پورې هلري کلنټن په دې ارتباط څه نه دي په خوله راوړي او څرگندوي:« زموږ حکومت اوس اوس د افغانستان د پاره پر نوې سياسي ستراتيږي باندې کار کوي. زموږ ځانگړی استازی ريچارد هولبروک به راتلونکې اونۍ سيمې ته سفر کوي، له هغه وروسته به موږ له ملگرو سره خوښه کوو، چې په گډه سره څه کولی شو.»

تر اوسه معلومه نه ده چي د ګوانتنامو بنديان به کوم هيواد ته سپارل کيږي
تر اوسه معلومه نه ده چي د ګوانتنامو بنديان به کوم هيواد ته سپارل کيږيانځور: AP / DW

د گوانتانامو په هکله هم د امريکې د بهرنيو چارو وزيرې روښانه څه ونه ويل. شټاين ماير مخکې ځان دې ته چمتو ښودلی، چې د امريکې له نظامي جېل گوانتانامو څخه به د آزاد شوو بنديانو د اخيستنې په برخه کې غور کوي.

خو امريکه له آلمان سره فعلاً دا موضوع تر بحث لاندې نيسي چې څه ډول ايران دې ته اړباسي چې خپلو نړيوالو مسئوليتونو ته غاړه کيږدي. کلنټن دې ته هم اشاره وکوله، چې اولسمشر اوباما له ايران سره د مخامخ او جدي خبرو وړانديز کړی دئ، خو دايې هم سپين وويل، که چېرته تهران د امن د نړيوالې جرگې او د اتومي انرژۍ د نړيوالې ادارې پرېکړو ته پاملرنه ونه کوي، نو ښايي چې ناوړه پايلې ورته ولري.

کلنټن او شټاين ماير په دې باب هم سره غږېدلی، چې څرنگه کولی شي د روسيې په مرسته سره، د افغانستان، ايران او گرجستان د کشالو په وړاندې د حل شريکه لاره او سياست غوره کړي. آلماني وزير مخکې د امريکې د کانگرس له غړو سره هم کتلي وو او له هغوی سره يې د نړيوال مالي بحران او امريکې لخوا ژمنه شوو اقتصادي مرستو په برخه کې خبرې کړې وې.