1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هيلري کلينتن: بوش دې له عراق څخه پوځيان وباسي

۱۳۸۵ بهمن ۹, دوشنبه

د امريکا د متحده آيالاتو د رياست جمهورۍ د راتلونکو ټاکنو کانديدې هيلري کلينتن په ولسمشر جورج بوش باندې غږ کړی دی چې په خپله دوره کې دې دی لا د امريکې پوځونه له عراق څخه وباسي.

https://p.dw.com/p/DKFa
هيلري کلينتن د ولسمشرۍ د ټاکنو دپاره د دموکرات گوند مخکښه کانديده گڼل کېږي
هيلري کلينتن د ولسمشرۍ د ټاکنو دپاره د دموکرات گوند مخکښه کانديده گڼل کېږيانځور: AP

مېرمن کلينتن وويل که دی دا کار ونه کړي به دغه کړکيچ د ده ځايناستي ته ورپه غاړه وي، هغې دغه کار د خپلې انتخاباتي کمپاين د پرانستنې پر مهال د آيوا آيالت په ديفنپورت ښارگوټي کې بې مسسوليته وباله. د نيو يارک ښار سيناتوره چې د پخواني ولسمشر بيل کلينتن مېرمن ده، د ولسمشرۍ د ټاکنو دپاره د دموکرات گوند مخکښه کانديده گڼل کېږي. اوسمهال 130.000 امريکايي عسکر په عراق کې دي. ولسمشر بوش غواړي چې 21.500 نور سرتېري عراق ته واستوي.