هيلري کلنټن بيا بستر سوې ده
۱۳۹۱ دی ۱۱, دوشنبهاعلان
د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هېلري کلنټن د نيويارک په يوه روغتون کي بستر سوې ده. د وزيري د بيا بسترېدو علت د هغې د وينو غوټه کېدل بلل سوي دي. دا په داسي حال کي ده چي کلنټن له لومړۍ ناروغۍ څخه جوړه سوې وه او ډاکټرانو د يکشنبې په ورځ په وروستيو معاينو کي تشخيص کړې وه چي د هغې په وينه کي غوټه پيدا سوې ده. د کلنټن معالج ډاکټر ويلي دي چي هغې ته د خپلې ناروغۍ له کبله د درملو ورکول پېل سوي دي.