1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هيلري کلنتن ولسمشرۍ ته خپله کانديداتوري اعلان کړه

Afp,Reuters/ مسعود جهش۱۳۹۴ فروردین ۲۴, دوشنبه

هيلري کلنتن اعلان کړی دی چې د امريکا متحدو ايالاتو د ۲۰۱۶م کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ځان کانديدوي. هغې په ۲۰۰۸م کال کې هم دغه کار وکړ، خو په لومړي پړاو کې بارک اوباما د ديموکراتانو د کانديد په توګه انتخاب شو.

https://p.dw.com/p/1F6pt
انځور: Reuters/Munoz

د امريکا متحدو ايالاتو پخوانۍ لومړۍ مېرمن، سناتوري او د بهرنيو چارو وزيري هيلري کلنتن، ويلي دي چې په ۲۰۱۶م کال کې به په ولسمشريزو ټاکنو کې خپل ځان کانديد کړي. هغې په يوه خپاره شوي ويديويي پيام کې ويلي دي: «امريکايان له سختو اقتصادي حالاتو څخه وتلي دي. خو اوس هم وضعيت تر ډيره د هغو کسانو په ګټه دی چې په سر کې قرار لري.»

کلنتن په خپره شوې ويديو کې وايي: «امريکايان هره ورځ يوه قهرمان ته اړتيا لر، زه غواړم چې دغه قهرمانه واوسم. څو تاسي يوازې روان نه ياست، بلکي تاسو وکولای شئ چې مخته ولاړ شئ او مخکښ پاتې شئ.»

داستې اټکل کيږي چې هيلري کلنتن به ولسمشرۍ ته د کانديدۍ له پاره د ديموکراتانو تر منځ ټاکني وګټي او د ۲۰۱۶م کال په نوامبر مياشت کې به د جمهوري غوښتونکو له يوه کانديد سره سپيني ماڼۍ ته د رسيدو له پاه سيالي وکړي.

آن تر دې مخکې چې کلنتن خپله کانديداتوري اعلان کړي، جمهوري غوښتونکو پر هغې باندي خپل بريدونه پيل کړل. پر کلنتن باندې په خاصه توګه د بهرنيو چارو د وزيري په توګه د هغې د کار پر مهال نيوکې کيږي.

د فلوريدا پخواني ګورنر جيب بوش، په يوه خپره شوې ويديو کې ويلي دي: «موږ بايد د اوباما او کلنتن تر بهرني سياست ښه کار وکړو. د دې سياست له کبله زموږ اړيکې زموږ له ملګرو سره خرابي شوي دي او زموږ دښمنان يې زړه ور کړي دي.»

جيب بوش چې د پخواني ولسمشر جورج بوش، ورور دی، لا تر اوسه پوري نه دي ويلي دي چې د جمهوري غوښتونکو له خوا به ځان ولسمشرۍ ته کانديد کړي او که نه.

د کانتاکي ايالت سناتور راند پاول، چې تيره اوونۍ يې په رسمي توګه ولسمشرۍ ته خپله کاندیداتوري اعلان کړه، هم پر کلنتن باندي نيوکه وکړه. دغه سناتور پر نورو سربيره په ۲۰۱۲م کال کې په بن غازي کې د امريکا متحدو ايالاتو پر سفارت باندي د بريد له کبله هيلري کلنتن تر نيوکو لاندي ونيوله.

جمهوري غوښتونکو همداراز پر کلنتن باندي له دې کبله نيوکې کړي دي چې هغې له خپل شخصي ايمل ادرس څخه د رسمي کارونو په موخه کار اخيستي دی.

د اوباما ملاتړ

د شنبې په ورځ ولسمشر بارک اوباما، خپله د اعتماد رايه هيلري کلنتن ته ورکړه. ولسمشر اوباما په پاناما کې وويل: «هغه په ۲۰۰۸م کال کې هم يوه مناسبه کانديده وه، هغه د بهرنيو چارو يوه عالي وزيره وه. زه فکر کوم چې دا به يوه عالي ولسمشره شي.»

د امريکا متحدو ايالاتو د قانون له مخې ولسمشر بارک اوباما نه شي کولاي چې د دريم وار له پاره خپل ځان ولسمشرئ ته ونوموي. نظر پوښتني ښيي چې هيلري کلنتن د ديموکراتانو د نورو کاندانو په پرتله مخکښه ده.