هنگري او پناه غوښتونکي
هنگري غواړي د یوه سرحدي دېوال په جوړولو سره د مهاجرو د ورتگ مخه ونیسي. هغه پناه غوښتونکي چي ځانونه یې تر بوداپست پوري رسولي، اتریش او آلمان ته استول کیږي. وروسته به د اورگاډو مرکزي تم ځای د نورو مهاجرو پر مخ وتړل سي.
د اورگاډو پر پټلۍ تگ
ریوسکه ته نژدې مهاجر هڅه کوي د اورگاډو پر پټلۍ د هنگري له سرحده تیر سي.
مهاجرو ته اغزن دېوال
نوی سرحدي دیوال ۱۷۵ کیلومتره اوږدوالی لري. په دې سره هنگري غواړي د کډوالو د ورتگ مخه ونیسي.
پلازمېني ته د اورگاډو ورتگ
په سڅیگید ښار کي د اورگاډو ستیشن: له سرحده شاوخوا ۲۰ کیلو متره لیري، مهاجر هغه اورگاډو ته انتظار باسي چی بوداپست ته ځي.
په بوداپست کي هر څه په ټپه ولاړ دي
د بوداپست مرکزي ستیشن: ډېر مهاجر دلته آلمان او د اروپايي ټولني نورو هیوادونوته د سفر له پاره ټکټونه رانیسي. خو په دې ترڅ کي د هنگري پولیسو دغه ستیشن د مهاجرو پرمخ تړلی دی. یوازي د اروپايي ټولني اتباع او هغه کسان چی ویزه ولري اجازه لري هلته ننوزي.
د اروپايي ټولني پرحقونو ټینگار
د سرحدي دېوال د جوړولو پر ضد د نورو تر څنگ په برلین او ویانا کي لاریونونه وسول. سیاستوال د هنگري له خوا نورو اروپايي هیوادونو ته د کډوالو استول، د دغې ټولني له حقونو څخه سرغړونه بولي.
د سرحد تړلو پر ضد مظاهره
د ریلگاډو د ستیشن مخي ته مهاجر د پولیسو د هغه بندیز پر ضد مظاهرې کوي چي د هغه په وسیله، نورو اروپايي هیوادونو ته يې د تگ مخه نیول کیږي.
زیاتره کډوال غواړي آلمان ته ولاړ سي
د اورگاډو له تم ځای څخه د ايستلو پرمهال ځینو کډوالو نارو وهلې. خو بیا يې هم ډير مقاومت نه کاوه. بلاخره په سونو مهاجر د ستیشن مخي ته سره راټول سول او د خپلي خوښی هیواد جرمني، جرمني نارې یې وهلې.
بې اعتباره ټکټونه
که څه هم زیاترو کډوالو نورو اروپايي هیوادونو ته د سفر له پاره ټکټونه رانیولي دي، خو نور سفر نه سي پرې کولای.
له انتظار پرته بله لار نه سته
دا چي د هنگري پوليسو د مهاجرو د سفر کولو مخه نیولې ده، هغوی ته يوازي د انتظار کولو لار پاته ده.
په خېمو کي د شپې تیرول
مهاجرو د اورگاډو د ستیشن مخي ته خېمې درولي چی پکښي شپه تیره کړي.
یوازی باید خوب وسي
بې له خیمو هم پر کډوالو باندي، بلاخره د خوب حمله راځي.