1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هنګري له کروشیا سره د خپلې پولې د تړلو په اړه پریکړه کوي

ستار جهش (آژانسونه)۱۳۹۴ مهر ۲۴, جمعه

د رسنیو د رپوټونو له مخې د هنګري حکومت غواړي په ذې اړه پریکړه وکړي چې د کډوال د راتلو د بهیر د مخنیوي لپاره له کروشیا سره خپله پوله بنده کړي.

https://p.dw.com/p/1GpXu
انځور: DW/G. Matthes

هنکری M1 دولتي تلویزیون د جمعې په ورځ وویل چې د دې هیواد صدراعظم ویکتور اوربان، به په همدې ورځ له خپل امنیتي کابینې سره یوه غونډه ولري. اوربان د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له کروشیا سره د اغزنو سیمونو د دیوال جوړولو کار خلاص دې او دوې کولای شي د اړتیا په وخت کې په يوه ساعت کې دا پوله بنده کړي.

سره له دې چې هنګري د شینګین هیوادونو غړیتوب لري او دا هیوادونه د یو بل ترمنځ پوله نه منې خو بیا هم هنګري له صربستان سره پر خپله پوله اغزن سیمونه غځولي دي.

افغان کډوال په بلغاریا کې ووژل شو

د پولې د تړلو رپوټونه له هغې وروسته راغلل چې په بلغاریا کې یو افغان کډوال چې غوښتل يې له ترکیي څخه بلغاریا ته را واوړي وویشتل شو او ووژل شو. په ورستیو میاشتو کې په زرهاوو کډوال له ترکیي څخه بلغاریا ته اووښتي دي.

د پولیسو یوه ویاند د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «د کډوالو یوې لویې ډلې له ترکیې څخه بلغاریا ته د ننوتو هڅه وکړه. یو کس په دې پیښه کې د ډزو له کبله ټپي شو.» د بلغاریا د پولیسو چارواکو ویلی دی چې د پیښې په اړه څیړنې پیل شوي دي.

له ترکیي سره ګډ عملیاتي پلان

د پنجشنبې په ورځ اروپایي ټولنې بالاخره له ترکیي سره د کډوالو د کړکیج د حل لپاره په یو پلان هوکړه وکړه. په بروکسل کې د اروپایي اتحادیې له غونډې څخه وروسته د اروپایي ټولنې مشر جانکلوید یانکر، وویل چې اروپا او ترکیي اوس د ګډ عملیاتي پلان پر جزیاتو هوکړه کړې ده.

تر دې مخکې ترکيي د دري میلیارده یورو مالې مرستې غوښتنه کړي وه خو اروپايي ټولنې بیا یوازي د یو میلیارد یورو مرستو وعده کړي وه. د یانکر د وینا له مخې مالي موضوعات او د پلان د عملي کولو تاریخ لا تر اوسه کار لاندې دی.

د پنجشنبې ورځې تر غونډې وړاندې د آلمان صدر اعظمې انګلا میرکل، د کډوالو د کړکیج د حل له پاره د ترکیي پر اهمیت ټینګار وکړ. هغې وویل: «بې له کوم شک څخه په دې اړه د ترکیي نقش ډیر مهم دی. اروپايي ټولنه د ترکیي له مرستې پرته نه شي کولای د کډوالو پر کړکیج بر لاسې شي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب