1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هنګري د افغان او نورو مړه سوو مهاجرو دوسيه وتړله

۱۳۹۶ فروردین ۱۹, شنبه

د هنګري پوليسو جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د ۱۷ افغان، سوريايي او عراقي مهاجرو په اړه تحقیقات يې درولي چې په يوه یخچالي موټر کې مړه شوي ول. پوليسو د هنګري له عدلي ادارو څخه غوښتي د ۹ نيول شويو تورنو کسانو فيصله وکړي.

https://p.dw.com/p/2av8k
Österreich Tote Flüchtlinge in LKW entdeckt Parndorf Neusiedl am See
انځور: Reuters/H-P Bader

هنګري چارواکي وايي چې نيول شوي کسان د انساني قاچاق کونکو د يوې جنايتکاره ډلې غړي دي.  دوي وايي چې دغو کسانو د خپلو غيرقانوني کړنو په لړ کې يو شمير مهاجر په يوه یخچالي موټر کې ليږدول چې پایله کې يې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو. په نيول شويو اتو تورنو کسانو کې يو تن يې افغان او نور يې د هنګري هيواد اوسيدونکي (مجاريان) دي.

د مهاجرو جسدونه د اتريش پلارمينې ته نژدې په یوه لارۍ کې چې د لوېې لارې په سر پريښودل شوې وه، موندل شوي وو. دغه پيښه د اروپا د مهاجرت بحران او د بالکان لارو د خلاصيدو څخه لږ موده د مخه رامنځ ته شوې وه.

قاچاق وړونکو، د افغانانو په ګډون سوريايي او عراقي مهاجر په يوه یخچال لرونکې لارۍ کې پټ او غوښتل يې هغوي له اروپايي سرحدونو څخه واړوي، خو په کابين کې د يخ وهلو او د آکسيجن د کمښت له وجې مړه شوي وو.

د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو په څه کم ۱۲ مياشتو کې شاوخوا يو ميليون انسانان د بالکان، یونان، مقدونيې، سربستان، هنګري او کرواسيا هيوادونو له لارو ځانونه اتريش او د لويديځې اروپا نورو هيوادونو ته ورسول.

په دې بهير کې هنګري لمړنی هيواد وو چې د مهاجرو سيلونه ورته داخليدل. دغه هيواد همدا شان د اروپايي اتحاديې لمړنی غړی هيواد وو چې په ۲۰۱۵ کال کې يې خپلې لارې د مهاجرو پر مخ وتړلې او سرحدي ديوالونه يې په کې ودرول.

د بالکان لارې ۱۳ مياشتې مخکې بيرته بندې شوې چې دې کار سره د مهاجرو سيلونه ورو شول. خو دغه کار د دې سبب واقع شو چې د انساني قاچاقبرانو بازار يو ځل بيا تود شي.

د بالکان لارو تر بنديدو وروسته ډیری مهاجر چې په يونان او نورو هيوادونو کې بند پاتې دي، هڅې کوي تر څو قاچاقبرانو ته د زياتو پيسو په ورکولو سره ځانونه لويديځې اروپا ته ورسوي.

غيرقانونی یا د قاچاق لارې ډيرې خطرناکه دي چې ډيری وخت حتی د مهاجرو د مرګ سبب واقع کيږي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (28.08.2016):