1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رام رحیم سینګ د جنسي تیري له کبله په لس کاله بند محکوم شو

۱۳۹۶ شهریور ۶, دوشنبه

په هند کې یو هندو مذهبي مشر گورو ګرمیت رام رحیم سینګ، د جنسي تیرې په یوه قضیه کې محکمې په لس کاله بند محکوم کړ. د تاوتریخوالي د مخنیوي په موخه سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

https://p.dw.com/p/2iyRv
Indien Panchkula Guru Prozess
انځور: picture-alliance/AP Photo/T. Topgyal

د هند یوې محکمې گورو ګرمیت رام رحیم سینګ، ته د جسني تیري په یوه قضیه کې د دوشنبې ورځ سزا واوروله شوه او د لسو کلونو په بند محکوم شو. تر دې د مخه محکمې هغه تورن بللی وو او له دې کبله د هغه پیروانو د تاوتریخوالي ډکو لاریونونو لاس پورې کړ چې په پایله کې یې ۳۱ تنه ووژل شول. د ورکړل شوو رپوټونو له مخې دغه مذهبي مشر اوس د هند په شمالي ښار روهتک، کې بندي دی او هغه ته سزا هم په دغه ځای کې اورل شوې ده.

خو دا چې کوم تاوتریخوالی رامنځ ته نه شي، چارواکو له ځایي خلکو غوښتي دي چې له خپلو کورنو د ضرورت پرته را و نه وځي. د همدې اندیښنې له کبله رام رحیم سینګ، د مذهبي فرقې یو شمیر مهم کسان د احتیاط له مخې نیول شوي دي.

اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د محکمې له لوری د سزا تر اورولو د مخه روهتک ته د تلونکو سرویسونو او اور ګاډي سفرونه لغوه شول، څو په دغه سیمه کې د نوموړي مذهبي مشر د پلویانو د راغونډیدو مخه ونیول شي. دغه سیمه د هریانه په ایالت کې موقعیت لري.

ځایي پولیس وایي چې د زندان چار چاپیر څو امنیتي کمربندونه راتاو کړی شوي دي او او حکومتي ځواکونو ته د کوم احتمالي تاوتریخوالي د رامنځ کیدو په صورت کې د فیر کولو اجازه شته.

دغه مذهبي مشر پر خپلو دوو پیروانو باندې د جنسی تیري، تورونه ردوي. دغه قضیه له ۲۰۰۲م کال راهیسې ادامه لري.

د محکمې تر حکم وروسته ډیر معلومات نه شته، خو د رام رحیم سینګ، مدافع وکیلان وایي چې د دغې محکمې د پریکړې پر ضد هغه د تمیز غوښتنه کولای شي. د جنسي تیري، د قضيې پلټنه د هند د تحقیقاتو مرکزي ادارې تر سره کړې وه او هم د دغې ادارې ځانګړې محکمې دغه مذهبي مشر د لسو کلونو د بند په سزا محکوم کړ.