1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند وستان نن د خپلواکۍ 60 کليزه لمانځي

۱۳۸۶ مرداد ۲۴, چهارشنبه

نن يعني د اگست د مياشتي په 15 نيټه هند وستان خپله د خپلواکۍ شپېتمه کليزه لمانځي

https://p.dw.com/p/DKDS
د 1947 کال د اگست د مياشتي د 14 نېټې په ماښام د هندوستان لومړي وزير د هند وستان خپلواکي اعلام کړه.
د 1947 کال د اگست د مياشتي د 14 نېټې په ماښام د هندوستان لومړي وزير د هند وستان خپلواکي اعلام کړه.انځور: picture-alliance/dpa
د داسي خپلواکي ده چې هند وستان چې يو مليارد وگړي لري په ډ يره گرانه بيه تر لاسه کړې ده. ځکه چې په 1947 کال کې د انگلستان له ښکېلاک څخه وروسته په د غه نيمايي لويه وچه کې انشعاب راغی، په هغه سيمه کې چې د اوسېد ونکوډ يری وگړي يي مسلمانان وو پاکستان او پاتي يې د هند وستان چې د ين او د ولت پکښې جلادي.
د هند وستان د وېش په وخت کې د اټکل له مخې 750 لکه انسانان ووژل سول اوله 17 مليونو څخه ډ ېر له خپلو سيمو څخه وشړل سول.
هند وستان او پاکستان د هغه وخت راهيسي د رې جگړې سره کړي دي ، خو پدې منځ کې يې اړيکي کرار کرار له کړکېچن حالت څخه راوتلي دي.
د 1947 کال د اگست د مياشتي د 14 نېټې په ماښام د هندوستان لومړي وزير د هند وستان خپلواکي اعلام کړه.
د هند وستان نامتو لومړي وزير جواهر لعل نهرو په د غو برخه ليک ټاکونکو خبرو سره چې ويلي يي ، کله چې ساعت د نيمي شپې زنگ ووهې هغه مهال چې لاټوله نړۍ وېده وي هند وستان به د ژوند کولو او آزاد ۍ لپاره راويښ سي، دا هغه شېبې دي چې انسان يې پخپل ژوند کې ډ يري لږ احساسوي. موږ له پخواڅخه ځانونه خلا کوو او د يو نوي وخت په لور ځو، يو عصر پاي ته رسېږي او د ملت روح چې د ډ يره وخته څخه تر فشار لاندي وه ځان آزاد او بېله ځنډ ه ښي د هند وستان آزادي اعلام کړه.
نوموړی د ماتماگاندي د لاري ملگری او د اوسنی کانگريس گوند مصنوعي پلار وو.