1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند وايی چه دوی د بمبيي دحملوسره په ارتباط شواهدوړاندي کړي دي

۱۳۸۷ دی ۱۷, سه‌شنبه

د پاکستان صدراعظم، یوسف رضا ګیلانی پرون وويل چه دده حکومت پرخپله هغه ژمنه باندی ټینګ ولاړ دی څو...

https://p.dw.com/p/GTDS
دهندوستان صدراعظم من موهن سنګ
دهندوستان صدراعظم من موهن سنګانځور: AP Photo

« هغو پاکستانی اتباعو ته سزا ورکړی چی د بمبۍ په وروستیو حملو کی په لاس درلودلو تورن دي، چه که چیری د باور وړ شواهد د هغو پر خلاف وړاندی سی .»

ګیلانی دغه تبصری د جنوبی او مرکزی آسیا دپاره د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیوچارو د وزارت معین، ریچارد بوچر سره چی پرون اسلام آبادته ورسیدۍ، وکړې . ویل سوي دي چی بوچر په دې هدف هلته ولاړۍ چی د هند او پاکستان تر مینځ تاوتریخوالی له مینځه یوسی. د ګیلانی ددفتر له خوا ویل سوی دی چی هغه په خپله دی لیدنه کتنه کی « د هند سره د روان تاوتریخوالی د له مینځه وړلو دپاره د پاکستان د ټینګو هلو ځلو څخه خبری وکړی اود خپل حکومت ژمنه یی د پيښی د عاملینو پر خلاف یاده کړه، که چیری د باور وړ اسناد او شواهد لاس ته ورسی.»

پرون سهارد هند د خارجه چارو وزیر، پراناب مکرجی وویل، چه نوی ډهلی داسلام آباد څخه د هغو کسانو ورسپارل غواړي ، چی په پاکستان کی پراته دی،اود بمبی د حملو سره تړاو لری .ده وويل چه،«موږ نن پاکستان ته په دغه هیواد کی د هغو عناصرو په هکله شواهد ورکړل چی په بمبۍ کی د2008 کال د نومبر په 26 د تروریسټي حملو سره یی تړاو ښکاره کوی . موږ خپلو دوستو هیوادونو ته هم معلومات ورکوو. ما په ټوله نړی کی خپلو همتاو ته لیکلی دی هغو ته مو د بمبۍ د پیښو تفصیلات ورکړی او هم مو په خپلو تحقیقاتو کی د خپل پرمختګ او راټولو سوو شواهدو په هکله معلومات ورکړل .»

نوی ډهلی د دغو حملو چی په نتیجه کی یی 172 تنه ووژل شول، ملامتیا په پاکستان کی پر لشکر طیبه باندی اچولی ده . دغه ډله په ویشل سوی کشمیر کی د هند د واکمنی پر خلاف مبارزه کوی .

اسلام آباد مخکی تر دې په وار وار سره ویلی وه، چی هند داسی شواهد نه دی وړاندی کړی چه د بمبی دحملو سره دي د پاکستان تړاو ښکاره کي .

د هند له خوا په وړاندی سوو شواهدو کی، د مکرجی دوینا له مخی، د محمداجمل امیر ایمان د تحقیقاتوجزییات هم شامل دی .دغه سړی چی په اجمل کساب باندی هم مشهور دی، په بمبۍ کی د وسلوالو حمله کونکو یوازينی ژوندی پاته سوی سړی دی . هند وایی چی دی د پاکستان یو تبعه دی . د بمبی په حملو کی نهه تنه حمله کونکي ووژل سول .

په دغو شواهدو کی د حملو پر وخت په پاکستان کی دځینو «عناصرو» سره مخابروی تماسونه، لاس ته راغلی وسلې او نور وسایل، سټلایت تیلفونونه او ځینی نور وسایل شامل دی .

هند وایی چی حمله کونکو ځینی ورځني شیان چی په پاکستان کی جوړیږی هم د ځان څخه په کوچنۍ بیړی کي چی بمبۍ ته د داخلیدو دپاره ورڅخه استفاده سوې وه ، شاته پریښی دی : لکه دغاښو کریم، د اوړو یو کوچنی پاکټ، د تشناب کاغذ او جامی چی په پاکستان کی ګنډل سوی دی .

د دغو اسنادواو شواهدو تر وړاندی کولو وروسته د هند صدراعظم مان موهن سنګ نن یو وار بيا وویل چی د بمبۍ په حملو کی د پرمختلو وسایلو او تجربو څخه کار اخیستل داښیی ،چی بریدکونکي «باید دپاکستان د ځینو رسمی ادارو دملاتړ څخه برخه من وه .»