1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند: مډرن مريتوب

۱۳۸۶ مرداد ۲۸, یکشنبه

دوه سوه کاله مخکې، د ميلادي کال د مارچ په مياشت کې، مريتوب، په لويې برتانيې کې د قانون په ذ ريعه منع شو

https://p.dw.com/p/DMqd
تراوسه پوري لاپه نړۍ کي له انسانانو څخه د مريانو په شان دهغوی ټول بشري حقوق اخيستل کېږي
تراوسه پوري لاپه نړۍ کي له انسانانو څخه د مريانو په شان دهغوی ټول بشري حقوق اخيستل کېږي

په عين مياشت کې د امريکامتحده ايالتونوهم د مريتوب د منع کولولپاره قانون تصويب کړ. نورواروپايي هېوادونوهم عين کاروکړ. خوسره لدې هم، د انسانانو د خرڅلاوموضوع تراوسه پورې لانده حل شوې. تراوسه پورې لاپه نړۍ کې له ميليونونوانسانانوڅخه د مريانو په شان د هغوي ټول بشري حقوق اخيستل کېږي اوکارکولوته مجبورېږي. د مريتوب په مډرنوبڼوکې بې له مزدنه د ماشومانوکارکول، د جنسي معاملولپاره د ښځو خرڅلاو يا د پورونو د خلاصولولپاره چوپړشمېرل کېږي. لکه د هندي گهاشيرام بېلگه. نوموړی له دېرشوکلونوراهيسې د هند په پلازمېنې نوي ډيلي کې د تيږوماتولوپه يوه شرکت کې کارکوي. گهاشيرام وايي:» کله چې به زه ژوبل ياناروغه شوم، نوزماآمرزه نه پرېښودم چې خپل کلي ته لاړشم. کله چې به مې تبه وه، نوآمربه مې سره لدې هم مجبورولم چې کاروکړم. هغه زه له لاسه ونيولم، پورته يې کړم اوامريې راته وکړچې راځه کاروکړه. «


هند اوپه ميليونونومريي کارگران يې
مريتوب په هند کې له دېرشوکلونوراهيسې قانوناً منع دی. خو د سوامي اگنيوېش د مريي کارگرانو د آزادۍ لپاره هندي ټولنه اټکل کوي، چې ټول هغه کارگران چې د کارگري اتحاديوغړي ندي څوسوه ميليونه بالغ کارگران او په لسگونوميليونه ماشومان د مريانوپه توگه، يا لږترلږه په ډېروسختواو غيرانساني شرايطو کې شپې، ورځې تېروي.