هند ـ هندو نشنلسټ گوند په ایالتي انتخاباتو کي مخته سو
۱۳۹۵ اسفند ۲۲, یکشنبهپه انتخاباتو کي تر ټولو لویه کامیابي د «اوتار پرادیش» په ایالت کي د هندو نشنلسټ حزب (BJP) په نصیب سوه. دغه ایالت ،چي ۲۰۵ ملیونه نفوس لری او د هندوستان تر ټولو ډیر نفوس لرونکی ایالت دی، (BJP) پکښي د ایالتي پارلمان د ۴۰۴ چوکیانو څخه لږترلږه ۳۲۲ وړي دي.
د (BJP) عمومي منشي «امیت شاه» په نوي ډيلي کي د رسنیو په مخکي وویل، چه «دا په دغه ایالت کي د (BJP) لپاره یو تاریخي بریالیتوب دی.» دده په خبره د انتخاباتو نتایج د هندوستان سیاست یوې نوي تگلاري ته رهنمايي کوي.
د اوتراپردیش د ایالت ۸۰ فيصده اوسیدونکي هندواڼ دي او ۱۹ فيصده یې مسلمانان دي. دغه ایالت د هندوستان د نورو ایالتونو په نسبت تر ټولو ډیر مسلمانان لري.
د اپوزیسون مشر «راهول گاندي» د خپل کانگرس حزب او متحدینو ماته ومنله او صدراعظم نارندرا مودي ته یې په دغه ایالت کي د بریالیتوب له کبله مبارکي وویله. د «اوتاراکنډ» په ایالت کي هم (BJP) انتخابات گټلي دي.
کانگرس وکولای سول، یوازي په پنجاب ایالت کي خپل قدرت وساتي او انتخابات وگټي. په گووا اومانیپور ایالتونو کي لا د انتخاباتو وضعیت ندی معلوم. د فبرورۍ او مارچ میاشتو راهیسي په پنځو ایالتونو کي په څو مرحلو کي پارلماني انتخابات تر سره سول.
دغه انتخاباتو ته په ۲۰۱۹ م کال کي د اوسني حاکم حکومتي گوند د بیرته انتخابیدو د یوې مهمي ازمویني په سترگه کتل کیږي. مودي او دهغه د (BJP) حزب په ۲۰۱۴ م کال کي په ډيري لويی کامیابۍ سره د هندوستان پارلماني انتخابات گټلي ول. تر هغه وروسته د هندوستان د کلونو راهیسي حاکم کانگرس حزب په اکثرو ایالتونو کي په ښکاره ډول سره ډیري رايي بایلولې.
د مودي لخوا د قدرت تر اخیستلو وروسته د مذهبي اقلیتونو پرضد د تندلارو هندواڼو تعصب او تشدد په ښکاره ډول سره زیات سوی دی. (BJP) د تندلاري نشلسټي غورځنگ «هندوتوا» سیاسي اړخ دی. د هغوی هدف د هندو ارزښتونو پراساس یو هندوستان دی. پدې ډول سره هغوی د هندوستان د ازادۍ اتل «مهاتما گاندي» د سیکولر دولت پرنسیپونو خلاف، تندلاري تگلاري استازیتوب کوي. گاندي د هندوستان لپاره ځکه دغه حل ښه باله، چي دهندواڼو او نور مذهبونو د شخړو مخنیوی سوي وي، په خاص ډول د مسلمانانو سره.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (04.03.2017):