1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند: د معبد د اورلګېدنې قربانيان تر ۱۰۰ زيات سول

۱۳۹۵ فروردین ۲۲, یکشنبه

د هند په سويل لوېديځ کي د هندوانو د نوي کال د مذهبي مراسمو پر وخت په یو معبد کي د اورلګېدني له کبله تر ۱۰۰ زيات انسانان وژل سوي. ګڼ شمېر نور ژوبل سوي دي.

https://p.dw.com/p/1ISjT
انځور: Reuters/ANI

د اورلګېدنې دغه پېښه هغه وخت رامنځ ته سوه، کله چي کېرالا په ايالت کي د نوي کال د جشن پر وخت اورلوبه روانه وه. د NDTV په نوم هندي تلويزيون خبر ورکړ چي په دغه پېښه کي تقريبا ۲۵۰ انسانان ژوبل سوي دي. ياد تلويزيون د پوليسو په حواله ويلي چي ژوبل سوي کسان و روغتون ته انتقال کړل سوي دي.

اور د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د اپريل ۱۰مه نېټه) د ياد ايالت په پوتينګال معبد کي په داسي حال کي رامنځ ته سو، چي د ۱۰ او ۱۵ زرو تر منځ انسانان د اورلوبي د مېلې د ليدلو له پاره راټول سوي ول.

اور کنټرول کړل سوی

د اور لګېدلو اصلي لامل دا بلل سوی چي يو بڅرکی په درمسال کي د اورلوبو په سامان کي اور بل کړ. پوليسو و رسنيو ته د اورلګېدنې همدغه لامل په ګوته کړی دی.

د يو عيني شاهد په وينا کله چي په درمسال کي چي له سميټو جوړه سوې يوه ودانۍ ته اور ولګېد، نو د لويو پټاکيانو او اورلوبو د راکټونو زور مځکه ولړزوله. دغه عيني شاهد زياته کړې: «پر هر لوري د ودانې د سميټو ټوټې خورې پرتې وې، بعضي يې حتی په ۵۰۰ متره ليري ساحه کي او په بشپړه توګه بې نظمي، ګډوډي او وارخطايي حاکمه وه.»

پوليسو اندېښنه ښودلې چي ښايي د وژل سوو شمېر لا جګ سي ولي چي اوس هم د ودانۍ تر خرابې لاندي يو شمېر انسانان بند پاته دي.

د اړونده معبد همکارانو ويلي چي د اورلوبي يا آتشبازۍ له پاره يې له مقاماتو اجازه اخيستې وه. زياته سوې چي اور اوس تر کنټرول لاندي راغلی دی. د کېرالا ايالت د کورنيو چارو وزير رامېش چنيتالا ويلي چي د دغه پيښي دولتي څېړني به وسي.