1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند او پاکستان د شانگهای سازمان غړيتوب غواړي

۱۳۹۱ فروردین ۲۷, یکشنبه

د روسيې د بهرنيو چارو وزير ويلي دي، چي مسکو د شانگهای د همکاريو سازمان ته د پاکستان او هندوستان د غړيتوب د پلانولو ملاتړ کوي.

https://p.dw.com/p/14eCV
انځور: dapd

سيرگي لاوروف په مسکو کي د پاکستان او چين له بهرنيو چارو وزيران سره تر ليدني کتني وروسته خبريالانو ته ويلي دي:

«روسيه د شانگهای د همکاريو په سازمان کي د هندوستان او دغه راز پاکستان چي هم ئې په دغه سازمان کي د غړيتوب وړانديز کړی دئ د شاملېدو ملاتړ کوي. په شانگهای کي شفافيت موجود دئ.»

هغه وويل، چي ډير ژر به په دغه سازمان کي د هند او پاکستان د ورشاملېدو پر قانوني او مالي برخو باندي کار وسي:«موږ داسي فکر کوو چي دا کار به ډير وخت و نه نيسي.»

د لاوروف په خبره هندوستان د شانگهای د همکاريو سازمان د انرژۍ په برخه کي د څارونکي په توگه گډون کړی دئ:

«موږ غواړو چي هندوستان په سيمه کي د تروريز پرضد جوړښتونو کي، د حمل او نقل پروژې، نوی تخنيک، کرهڼي او مالدارۍ، علومو او زده کړو په برخه کي هم گډون وکړي. موږ اميدواره يو چي د نوو غړو له پاره د وروستيو ټاکل سوو ټکو قانوني او مالي برخه به ډير ژر بشپړه سي او موږ کولای سو چي اوس لا په دغه سازمان کي د هند او پاکستان پر گډون حساب وکړو.»

د شانگهای د سيمه ييزو همکاریو سازمان(SCO) په ۲۰۰۱ ميلادي کال کي د چين، روسيې، قزاقستان، تاجکستان، قرغيزستان او ازبکستان هيوادونو له خوا تاسيس سو.

په روان وخت کي ايران، هندوستان، منگوليا او پاکستان په دغه سازمان کي د څارونکو په توگه ونډه لري.

افغانستان او ايران هم په ۲۰۱۱ کال کي په دغه سازمان کي د عضويت غوښته کړې وه.

افغانستان او ترکمنستان د شانگهای سازمان په غونډو کي د مېلمنو په توگه برخه اخلي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف دغه راز خبريالانو ته ويلي دي، چي نوی دهلی او پيکينگ ددې مخالف نه دي، چي افغانستان دي د څارونکي په توگه د شانگهای په سازمان کي گډون وکړي.

«افغانستان ددې سازمان له خوا خصوصي دعوت سوی دئ او اوس دغه هيواد په دغه سازمان کي د څارونکي وړانديز کړی دئ چي موږ ئې ملاتړ کوو.»

هغه زیاته کړه چي کيدای سي د شانگهای سازمان په افغانستان کي د ثبات راوستلو په برخه کي گټور تماس سي:

«موږ دې ته تياريو چي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کي خپلو همکاريو ته دوام ورکړو. ځکه نو ويلای سو چي دغه سازمان د افغانستان په برخه کي د سيمه ييزو همکاريو د ترسره کولو بهترينه لاره ده.»

سيرگي لاروف په خپلو خبرو کي زياته کړه، چي موږ ته د افغانستان سرنويشت بې تفاوته نه دئ:«دغه هيواد زموږ گاونډی دئ، او لکه څرنگه چي ښکاري ددغه هيواد اقتصادي پرمختگ او په هغه کي ثبات د سیمي په گټه دي.»

انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: سيدرياض