1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند افغانستان ته د پوځي مرستو په هکله فکر کوي

عبدالباري حکیم (دویچه ویله)۱۳۹۲ خرداد ۳, جمعه

افغان ولسمشر هندوستان ته په خپل سفر کې له دغه هیواد څخه د پوځي مرسته غوښتنه کړې ده. هند هم ویلي دي چې د خپل توان په اندازه به له افغانستان سره مرستې وکړي. کارپوهان وایي چې هند په دې اړه له ډیر احتیاط څخه کار اخلي.

https://p.dw.com/p/18dbn
Afghanistan's President Hamid Karzai (R) shakes hands with his Indian counterpart Pranab Mukherjee ahead of their meeting at the Rashtrapati Bhavan presidential palace in New Delhi May 21, 2013. Karzai arrived in India on Monday on a two-day visit. REUTERS/Adnan Abidi (INDIA - Tags: POLITICS)
Afghanistan Indien Karzai in Delhiانځور: Reuters

په دهلي کې د هندوستان ولسمشر پرناب مکرجي، له ولسمشر کرزي سره د لیدنې پر مهال وویل: «هند چمتو دی چې د افغانستان د تأسیساتو، د هغه د امنیتي ځواکونو په روزلو او وسلو سمبالو کې خپلې مرستې پراخې کړي. البته تر کومه ځایه چې هند یې توان لري».

د افغانستان د غوښتنو فهرست

خو دا ځل افغان میلمه له دې څخه زیاتې غوښتنې لرلې‎. ولسمشر کرزي د هند له حکومت څخه په څرګندو الفاظو سره د پوځي مرستو غوښتنه وکړه ترڅو په ۲۰۱۴ کال کې له نړیوالو ځواکونو څخه وروسته د طالبانو ضد جګړه دوام ومومي. کرزي د سفر په ترڅ کې خبریالاتو ته وویل: «موږ د خپلو غوښتونو فهرست د هند حکومت ته وړاندې کړی دی. اوس نو د هند وار دی چې تصمیم ونیسي چې آیا دا غوښتنې پوره کولای شي او که نه.»

دا چې کومې مشخصې غوښتنې په دې فهرست کې شاملې دي، روښانه شوې نه ده. خو هندي انترنتي پاڼي «firstpost.com» رپوټ ورکړی دی چې افغان ولسمشر د مرمیو، بمونو، ترانسپورتي الوتکو، سترو لاریو او د پوځي پلونو د جوړولو د موادو غوښتنه کړې ده. هند خپله ډیر لږ پوځي تجهیزات او وسلې تولیدوي. هغه تر زیاتې کچې خپل پوځي اړتیاوې له بهر څخه، په خاصه توګه له روسیې واردوي.

د هند د وسلولو ځواکونو پخواني جنرال افسر کریم، دویچه ویله ته وویل: «د افغانستان له نظر دغه غوښتنې پر ځای دي. دغه هیواد د وسلو مختلفو سیستمونو ته اړتیا لري او ډیر لږ هیوادونه چمتو دي چې هغه د افغانستان په اختیار کې کیږدي.» د جنرال کریم په وینا که چیرې «هند دا کار وکړي، نو په سیمه کې باید عواقب په خاصه توګه د ګاونډوی هیواد [پاکستان] غبرګون هم وځغمی». جنرال کریمي وایي:«پوښتنه دا ده چې آیا د هند حکومت له افغانستان سره د خپلې ژورې دوستي په نامه د وسلو د ورکړې موافقه توجیه کولای شي او که نه.»

د پاکستان او چین ګټې

په نوي دهلي کې په اسلامی پوهنتون کې له جامعه ملي اسلامیه څخه قمر آغا، د پاکستان له خوا احتمالي غبرګون ته په اشاره کولو سره وایي چې دا اوس په پاکستان کې نوی حکومت پورې اړه نیسي. هغه یادونه کوي: «دا امکان شته چې د جنوبي آسیا د دغو دوو اتمي ځواکونو تر منځ په اړیکو کې ښه والی رامنځ ته شي. نواز شریف ټینګار کړی دی چې هغه د هند پر وړاندې خپل غیږ پرانځي. شریف باید د خپل هیواد په اقتصادي وضعیت کې بدلون رامنځ ته کړي او له هند سره خپلې تجارتي اړیکې پراخه کړي.»

نوموړی وایي چې هند په پوهې سره په افغانستان کې له پوځي فعالیت څخه ډه ډه کړې ده. هغه یوازې د افغانستان د وسلوالو ځواکونو پر روزلو او د دغه هیواد په بیارغونه کې یې ونډه اخیستې ده ترڅو په سیمه کې د کړکیچ د لمن د پراخیدو مخه ونیسي.

د دفاعي چارو کارپوه افسر کریم، زیاتوي چې نه يوازې پاکستان بلکه چین هم چې د هند سیال دی په افغانستان کې خپلی ګټی تعقیبوي: «هند باید په دقیقه توګه ځان سره فکر وکړي. تراوسه پورې په افغانستان کې د هند له فعالیتونو سره چین کومه ستونزه نه درلوده. خو پوښتنه دا ده چې آیا دا به په همدې چوکاټ کې پاتې شي او که هند به خپل فعالیتونه پراخ کړي.»

په همدی وجه د افغان حکومت د غوښتنو د پوره کولو له پاره هند سمدلاسه ځواب نه دی ورکړی. په نوي دهلي کې حکومت پر دی پوهیږي چې غلط تصمیم ښایي د ټولې سیمې راتلونکې له خطر سره مخامخ کړي.