1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندي سوداگر د لور په واده ۵ میلیارده کلدارې مصرف کړې

۱۳۹۵ آبان ۲۷, پنجشنبه

په هند کې د کان کېندنې د کاروبار مالک او یو جنجالي سوداگر جناردهن ریډي، د خپل لور پر واده پنځه میلیارده هندۍ کلدارې مصرف کړي دي. واده په بنگلور ماڼۍ کې شوی او رقاصې له برازیل څخه رابلل شوې وې.

https://p.dw.com/p/2SoMM
Brass Band in Indien
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Swarup

دغه واده د چهارشنبې په ورځ د هند په بنگلور کې په یوه فرضي شاهي ماڼۍ کې شوی او شاو خوا پنځوس زره کسان واده ته رابلل شوي. د هندو مذهب د رسم او رواج له مخې د دغه سوداگر د لور واده نېټه د چهارشنبې ورځ ټاکل شوې وه.

د خپل لور پر واده باندې د بې سارې پیسو د لگولو له کبله د هند رسنۍ پر جناردهن ریډي، باندې په یوه داسې وخت کې سخته نیوکه کوي چې عام ولس د ډوډۍ له پاره هم د پیسو په لټه کې دی. تیره اوونۍ د هند صدراعظم نریندر مودي د ۵۰۰ او ۱۰۰۰ هندي کلدارو بانکي نوټونو د له منځه وړلو اعلان کړی وو.هندي وگړي یو ټاکل شوی حد پیسې په بانکونو او د پوستې په دفترونو کې بدلولی شي. د دغې پریکړې وروسته په زورونو کسان په اوږدو کتارونو کې د بانکونو مخې ته لیدل کیږي. زیاتره هندي وگړي د ورځنۍ کاروبار او راکړې ورکړې له پاره پیسو ته اړتیا لري.

د جناردهن ریډي، یوه نزدي ملگري مانجو سوامي، د دغه سوداگر له لوري په ډیر شان او شوکت د لور د واده لمانځلو څخه دفاع کړې ده. مانجو سوامي، د فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي دي:«له بده مرغه له واده څخه د کینې او رقابت له کبله یوه موضوع جوړول کیږي.» هغه په خپلو څرگندونو کې وړاندې ویلي دي چې دا د یوازینۍ لور د مور او پلار له پاره یوه مهمه شیبه ده او غواړي چې په ټولنه کې د خپل حیثیت سره سم د هغې واده وکړي.

۴۹ کلن جناردهن ریډي، د هند په سویلي ولایت کرناټک کې د سیاسي گوند بهارتیه جنتا پارټي، پخوانی وزیر هم پاتې شوی دی. هغه د کان کېندنې په یوه افتضاح کې د لاس لرلو له کبله درې کاله په زندان کې هم تیر کړي دي او تیر کال په ضمانت آزاد شوی وو.

جناردهن ریډي تیره اوونۍ په په خپل کور کې له یو څو خبریالانو سره په خبرو کې دا نه وو ویلي چې د لور پر واده به څومره پیسې مصرفوي، خو ویلي یې وو چې د مالیې چارواکو ته به په دې هکله ټول معلومات ورکړي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (07.09.2016):