1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندوستان په افغانستان کي د کان کيندني په برخه کي پانگونه کوي

۱۳۹۰ شهریور ۲۳, چهارشنبه

په افغانستان کي د نا امنيو د لمن د پراخيدو سره سره د هندوستان يو شرکت په ملياردونو ډالر داو طلبي ته وړاندي کوي تر څو د افغانستان سره د اوسپني د کان د کيندلو يو تړون لاسليک کړي.

https://p.dw.com/p/12Ywl
د ميس عينک ک
د ميس عينک کانځور: AP

د (SAIL) په نامه د بېلابيلو شرکتونو د مشرانو جرګه ښايي د کان کيندلو، د اور ګاډي په پټليو جوړولو او د اوسپني د فابريکي جوړولو په برخه کي تر ۶ مليارده امريکايي ډالرو پوري پانګونه وکړي.

 

د نوموړي جرګي مشرتابه د حکومتي اوسپنه جوړونکي شرکت په غاړه ده. پدغو پانګونو سره هند غواړي چي د خامو موادو په تر لاسه کولو کي د چين د هيواد سره سيالي وکړي.

 

هند او چين په نړۍ کي په اقتصادي توګه د ژر پرمختګ کوونکو هيوادونو څخه شميرل کيږي.

 

د هند له خوا دغه داو طلبي دا هم په ګوته کوي چي په ۲۰۱۴م کال کي د افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته هم هند په افغانستان کي د اوږدې مودي لپاره ښکېل پاته کيږي.

 

د افغانستان په مرکزي ولايت باميان کي د حاجي ګک د ميسو د عينک کان په جنګ ځپلي افغانستان کي د بهرنيو پانګه اچونکو لپاره يوه ستره پروژه ده.

 

خو ښايي د پاکستان له لوري دغه پروژه له خطر سره مخامخ سي. ځکه چي پاکستان، د افغانستان او هندوستان د نږدې کيدو څخه بيريږي.

 

روانه اونۍ کي د حاجي کګ د اوسپني کان ته د ۶ داوطلبانو شرکتونو وړاندي سوي، چي د هغي له جملې څخه دوه يې د هندوستان په هيواد پوره اړه لري.

 

د افغانستان يو چارواکي ويلي: « يوې پريکړي ته د رسيدو لپاره به د افغانستان ملي ګټي په پام کي ونيول سي.»

 

دغه چارواکي زياته کړي، که چيري دغه داوطلبي هندوستان وګټي نو ودي ګټي. هغه داسي ټولي انديښني رد کړي چي ګواکي د افغانستان او هندوستان په نږدي کيدو به د افغانستان او پاکستان اړيکي ترينګلي یي.

 

هندوستان د افغانستان سره د مرستو کوونکو هيوادونو په قطار کي  په سميه کي تر ټولو لوی او په نړيواله توګه شپږم ځای لري.

 

هندوستان تر اوسه د افغانستان په بيا رغاونه کي دوه مليارده ډالرد سړکونو او نورو پروژ په تکميلولو کي مصرف کړي. چي په هغي کي د افغانستان د ولسي جرګې ودانۍ هم شامله ده.

 

تر ټولو غوره داوطلب

 

اټکل کيږي چي د حاجي کګ کان د ۲ زره ملياردو ټنو په شاوخوا کي زيرمي لري. د دغه کان د داوطلبي لپاره ۶ نړيوال شرکتونه رامخ ته سوي دي. چي ۲ يې د هندوستان، ۲ د ايران، او د امريکا او کاناډا هيودونو څخه هم يو يو شرکت برخه لري.

 

د ۴۵ ورځو د ارزيابي د پروسي د تيريدو څخه وروسته به افغان چارواکي د غوره داوطلب نوم ياد کړي، خو داسي ښکاري چي تر اوسه پوري تر ټولو غوره داوطلب د هندوستان د (SAIL) په نامه د بيلابيلو شرکتونو د مشرانو جرګه ده.

 

يو افغان دولتي چارواکي ويلي: « بي له کومه شکه هندوستان يو قوي برخوال دی.» هغه زياته کړې، چي د داوطلب په کان کيندلو کي تجربه او مالي وړتيا هم د غوره لاملونو څخه شميرل کيږي.

 

همداراز دغه چارواکي د ولسمشر، حامد کرزي، هغه خبري ته په اشاري سره ويلي، هغه هيوادونو چي په تير وخت کي يي د افغانستان سره مرسته کړي، د دغه هيواد د منابع په غني کولو به ورته د اوليت حق ورکول کيږي.

 

دا پداسي حال کي ده چي د امريکا د متحده ايالاتو له لوري په افغانستان کي د ميلياردونو ډالرو تر مصرفيدو وروسته هم د دغه هيواد ځواک ته د يو اشغالګر ځواک په سترګه کتل کيږي.

 

د هندوستان له لوري په ټيټه کچه، خو د پام وړ مسايلو لکه، د سړکانو بيا رغونه، د بريښنا توليد، د زده کړو په برخه کي مرستو ته پاملرنه د ښه نيت ګټونکې سوي.

 

ساتنه

 

د کانونو او صنايعو د وزارت وياند، جواد عمر، ويلي چي د حاجي ګک کان په شمول يي د ۷۰۰۰ تنو په شمير ځواک د کانونو د ساتني لپاره چمتو کړی.

 

اژانسونه/ سيدرياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل