1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندوستان، پاکستان او ایران؛ یو ستونزمن مثلث

۱۳۹۰ آبان ۲۴, سه‌شنبه

هندوستان، پاکستان او ایران پیچلې او ستونزمنې اړیکې لرې. د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې له لوري وروستي رپورټ دغه اړیکي نورې هم پیچلې کړي دي. دغه درې واړه هیوادونه اوس د سیمه په کچه په یوې لویې پروژې کې ښکیل دي

https://p.dw.com/p/13Atu
ایران څخه پاکستان ته د کاز نل لیکه به په سیمه یو مهمه پروژه وي
ایران څخه پاکستان ته د کاز نل لیکه به په سیمه یو مهمه پروژه ويانځور: picture-alliance/dpa

ایران په نړۍ کې د طبعي ګاز دوهمه ستره زیرمه لري. د ګاز همدغو زیرمو هغه دولتونه چې د انرژۍ په لټه کې دي ایران ته لیوال کړي دي. د دغو هیوادونو له ډلې څخه يو هم پاکستان دې.

تر ۲۰۱۴م کال پورې به د ګازو یو نل لیکه چې تر ۲۰۰۰ کیلومیترو زیات اوږدوالی لري د ایران څخه پاکستان ته وغځول شي. اټکل کیږي چې دغه نل لیکه به د ۲۲ ملیارده مکعب ګاز د انتقالولو ظرفیت ولري چې وروسته به بیا ۵۵ ملیارده مکعبو ته لوړ کړای شي او په دې به ۷،۵ میلیارده امریکایي ډالر مصرف راشي. که څه هم دغې نل لیکي ته د «سولې د نل لیکي» نوم ورکړل شوی خو په تیره لسیزه کې د نړیوالو تر منځ د خفګان دلیل هم ګرځیدلې ده.

د امریکا له لوري فشارونه

هندوستان په لمړي سر کې د دغه نل لیکې د پروژې په پلان کې برخه درلوده. خو په ۲۰۰۸م کال کې له دغه جنجالي پروژې څخه په شا شو. هندوستان په دې اړه رسمي دلیل دا وړاندې کوي چې پاکستان په دې برخه کې لوړه مالیه غواړي. هندوستان په دې اړه هم اندیښنه درلوده چې آیا پاکستان به وکولای شي چې د بلوچستان په سیمه کې د دغه پایپ لاین امنیت ټینګ کړي او که نه؟ بلوچستان د پاکستان له نا امنه سیمو څخه شمیرل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې څیړونکي وایي د هندوستان د متحده ایالاتو د فشارونو له امله د دغې پروژې څخه په شا تګ کړی دی. امریکا غواړي په هر قیمت چې وي د ایران سره د پاکستان د تړاو مخه ډب کړي.

پاکستان د امریکا متحده ایالاتو دغه ګواښ هیڅ په پام کې نه دی نیولی. خو له بل پلوه هندوستان د امریکا له لوري دغو انديښنو ته په کتو سره دې خبرې ته خپله توجه واړوله. نوي ډهلي د امریکا متحده ایالاتو ته نرمي وښوده، ځکه چې دواړو هیوادونه د اتومي انرژۍ د معاملې د لاسلیکولو په بهیر کې ول.

د روسیې او چین ملاتړ

چین او روسیه د هندوستان په شان د امریکا د اندیښنو په وړاندې دومره حساس نه ول. د ډهلي په پوهنتون کې د ایران کارپوه، قمرآغا، وایې کله چې هندوستان له دغې پروژې څخه په شا شو نو چین او روسیي ته دغه فرصت په لاس ورغی چې کومې جوړ جاړي ته ورسیږي. قمر آغا زیاتوي:

«په حاضر وخت کې ایران، په چین او روسیې پورې تړلی دی. په ملګرو ملتونو کې د دغو دواړو هیوادونو د مرستې پرته، تهران په بشپړه توګه منزوي کیږي. دواړو هیوادونو او په خاصه توګه چین په ایران کې ډیره پانګونه کړې.»

آغا وړاندې کاږي چې چین د دغه هیواد په پرمختیاي پروژو کې ډیره پانګونه کړې:

د ګل آغا په وینا د ډهلي او پیکنګ رقابت ته په کتو سره د تهران سره د چین نوې دوستي د هندوستان لپاره یوه ترخه ګولی ده، او امریکا هم دغه دوستې ته خوشحاله نه دی.

پخواني ملګري

د پاکستانیانو، ایرانیانو او د هندوستان د شمال د اوسیدونکو تر منځ نژادي، ژبني او کلتوري ورته والی حیرانوونکی دی. او علت یې دا دی چې په تاریخي لحاظ دغه سیمه د امپراطورې مرکز وو. لکهنو چې د هندوستان د اترپردیش په ایالت کې پروت دی، د فارسي د کلتوري مرکز په نامه مشهور دی. په ۱۹۷۹م کال کې په ایران کې تر انقلاب پورې دغه هیواد او پاکستان غښتلې اړیکي لرلې.

په ایران کې تر انقلاب وروسته د اسلام آباد او تهران اړیکې خرابې شوې. د نړیوالو چارو او امنیت په اړه د آلمان د انستیتوت څخه، کریستیان واګنر، وایې:

«په ایران کې د انقلاب څخه وروسته شعیه ګان قدرت ته ورسیدل، پداسې حال کې چې په پاکستان کې د ضیاالحق د واکمنې پر وخت سنیان په قدرت ول. له دغه وخت څخه وروسته دواړو هیوادونو په ایډیالوژیکي توګه بیلې بیلې لارې ونیولې.»

نه یواځې دا چې دواړو هیوادونو بیلې لارې ونیولي په نږدې کلونو کې په پاکستان کې سني وسله والو ډلو شعیه ګان تر هدف لاندې ونیول او همداشان په ایران کې شعیه ګانو د سنیانو پر ضد دغه لاره خپله کړه.

جیوستراتیژیک نفوذ

د هندوستان لپاره ایران یو مهم لوبغاړی دی. په هم دې خاطر دوه میاشتې وړاندې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د هندوستان لمړي وزیر، منموهن سنګ، د ایراني ولسمشر، احمدي نژاد، له لوري تهران ته د ورتګ دعوت قبول کړ. د دواړو هیوادونو د لوړپوړو چارواکو تر منځ لیده کاته په ۲۰۰۱م کال کې تر سره شوي وو، چې د هندوستان د هغه وخت لمړی وزیر، اټل بهار واجپایې، تهران ته سفر کړی وو.

د واګنر په وینا د دواړو هیوادونو تر منځ څه ګډ ټکي شته، د بیلګې په توګه دواړه هیوادونه یو با ثباته افغانستان لیدل غواړي او غواړې چې طالبان له منځ ولاړ شي.

هندوستان د ایران د اتومي پروګرام په اړه دوه ګونی نظر لري. هغوي ایران په دې تورن نه کړ چې خپل اتومي پروګرام غځوي، خو د هر یو فرصت څخه په ګټه اخیستلو سره یې په دې خبره ټینګار کړی چې ایران یو د هغو هیوادونو څخه دی چې د اتومي وسلو د نه پراخیدو پریکړه لیک یې لاسلیک کړی. هندوستان خپله دغه پریکړه لیک نه دی لاسلیک کړی.

پریا ایسلبورن/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش