1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندوستان هم پر الوتکو باندي د ماليې د وضع کولو مخالف دئ

۱۳۹۱ فروردین ۱, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/14NkG

د اقليم ساتلو پخاطر د اروپايي ټولني له خوا پر الوتکو باندي د ماليې وضع کول، اوس د هندوستان سره هم شخړه رامنځته کړې ده. د هندوستان يوه حکومتي لوړ رتبه مامور د رويټرز خبري آژانس ته ويلي دي چي هندوستان به د خپلو هوايي شرکتونو څخه وغواړي چي اروپايي ټولني ته نه د هوا د ککړيدو ارقام ورکړي او نه هم د کاربن ډای اکسايډ حقوق خرڅ کړي. که اروپايي ټولنه د هندوستان يوه هوايي شرکت ته په خپل قلمرو کي د الوتو اجازه اجازه ورنه کړي، نو هندوستان به هم عينې کار وکړي.