1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندوستان د افغان کوماندويي ځواک روزنه پيل کړه

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ آذر ۲۹, جمعه

د هندوستان پوځي چارواکو ويلي دي چي د افغان پوځ يوې ځانګړي ټولۍ ته يې د راجستان په دښتونو کي پوځي روزنه پيل کړې ده. د دغي روزني هدف تر ۲۰۱۴ کال وروسته له خپل هيواد څخه د دفاع توان ښوول سوی دی.

https://p.dw.com/p/1Ae64
انځور: dapd

افغان پوځي افسران په مختلفو برخو کي له کلونو راهيسي په هندوستان کي روزل کيږي خو دغه شان روزنه لکه اوس چي د افغان ځواکونو يوې ځانګړي ټولۍ ته ورکول کیږي لومړۍ ده. دغه افغان کوماندويي ځواک له هندي کوماندويي ځواک سره ګډ تمرينونه کوي.

افغانستان څو واري له هند څخه غوښتي دي چي د پوځي تجهيزاتو په هغه جمله کي د څرخي الوتکو، ټانکونو او درنو وسلو په برخه کي مرسته ورسره وکړي او دغه راز د امنيتي ځواک په روزنه کي يې فعاله ونډه واخلي، څو له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته له طالبانو سره د جګړې توان ولري.

خو هند د پوځي تجهيزاتو په برخه کي د افغانستان له خوا په وړاندي سوي ليست کي د پاکستان له ويري او دغه راز د وسله والو مخالفینو په خاطر د درنو وسلو له ورکولو څخه ډډه کړې ده. خو د ځواکونو د روزلو په برخه کي يې په فعاليت پيل کړی دی.

د افغانستان د ځانګړي ځواک نزدې ۶۰ تنو افسرانو د هند پوځ له «10 para» ټولۍ سره د راجستان په دښت کي د رواني مياشتي له پيل راهيسي د ځانګړو عملياتو د ترسره کېدو روزنه پيل سوې ده.

د هند د دفاع وزارت يوه وياند ويلي دي: «د دغي روزني عمومي تمرکز د ياغيانو ضد عمليات او تروريزم ضد په مبارزه کي، په ځانګړې توګه د خلکو د اوسېدو په ځايونو، ښارونو او کليو کي د عملياتو پر ترسره کولو باندي راګرځي.»

د هند پوځ د يوه بل افسر په خبره افغان ځانګړی ځواک چي د امريکا متحده ايالاتو له خوا له طالبانو سره د مبارزې په برخه کي روزل سوی دی، په راجستان کي هغوی ته د عملياتو پرمهال د ملکي وګړو د مرګ ژوبلي د کچي د کښته کولو يا په اصطلاح د نه غوښتونکي تاوانونو په برخه کي روزنه ورکول کیږي.

د تلفاتو مخنيوی

د دغه افسر په خبره هندی پوځ چي په ستونزمنو سيمو لکه د کشمېر د هيماليا په سيمه کي چي له څو لسيزو راهيسي په ماموريت بوخت دي په دې توانېدلي دي چي د ملکي وګړو تلفات لږ کړي:

«موږ هم دا اوس په دغه بازۍ کي له ډېره وخته اخته يو، خو په کشمير او شمال کي پر کورونو باندي بمبارۍ زموږ د عملياتو يوه برخه نه جوړوي.»

په افغانستان کي د طالبانو پرضد عملياتو کي د ملکي وګړو د تلفاتو په خاطر د امريکايانو پر وړاندي غوسه نوره هم ډېره سوې او د ياغيانو د تقويې سبب ګرځېدلې ده.

افغان ولسمشر حامد کرزي له واشنګټن سره د دوه اړخيز امنيتي تړون د لاسليکولو له پاره يو شرط په سمدلاسه توګه پر کورنو باندي د عملياتو بندول ايښي دی.

د هند د ځانګړو ځواکونو يو پخوانی قوماندان تورن جنرال پرکاش وويل د افغان ځانګړي ځواک روزل له افغانستان سره د ژوري همکارۍ يوه برخه ده: «دا کار موږ له خپلو دوستانو سره کوو، دا يوه طبيعي خبره ده.»

هندوستان تر اوسه پوري د افغانستان په بيا رغاونه کي تر ۲ ميليارده ډالرو زياته مرسته کړې ده.