1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندوستان د افغانستان په مشري د سولې د بهیر ملاتړ کوي

مسعود جهش (ټایمز او اینډیا، آژانسونه)۱۳۹۲ دی ۲۷, جمعه

د هندوستان د بهرنیو چارو د وزارت معینې ویلي دي چې هیواد یې د افغانستان په مشري د سولې د یوه بهیر ملاتړ کوي. هغې هیله څرګنده کړې ده چې دغه شان یو بهیر به په افغانستان کې پخلاینه رامنځ ته کړي.

https://p.dw.com/p/1Astx
د هندوستان د بهرنیو چارو د وزارت د معینه ساجوتا سنګ
د هندوستان د بهرنیو چارو د وزارت د معینه ساجوتا سنګانځور: DW/M. Jha

د پي تي اي خبري آژانس د هندوستان د بهرنیو چارو د وزارت د معینې ساجوتا سنګ، په حواله ویلي دي: «موږ ټول باید د افغانستان په مشري د سولې د بهیر ملاتړ وکړو. خو په عین حال کې باید موږ دا خبره په یاد ولرو چې د مرستې هره هڅه چې پرته له کافي تیاري وي او یا هم پای ته و نه رسیږي، له دې ډیر خطرونه لري چې یو هیواد له دې بهیر سره هیڅ مرسته ونه کړي.»

سنګ دغه خبرې د هندوستان په پلازمینه نوي دهلي کې د جمعې په ورځ د «اسیا د زړه» یا د استانبول د بهیر په کنفرانس کې وکړې. هغې په عین حال کې د ولسمشریزو ټاکنو د په لاره اچولو په موخه د افغان ولسمشر حامد کرزي، د هڅو ستاینه هم وکړه. سنګ وویل: «موږ فکر کوو چې د داسې ټاکنو له پاره چې ټول افغانان سره یو کړي، هر څه پر ځای دی. د ټاکنو پر وړاندې تر ټولو لویه ننګونه د یاغیانو هغه هڅې دي چې غواړې د امنیت له خرابولو سره د دې مخه ونیسې چې افغانان په آزاده توګه خپلې رایې وکاروي.»

افغانستان او هندوستان په وروستیو دولسو کلونو کې ډیرې نزدې اړیکې لرلې دي. حامد کرزي د افغانستان د ولسمشر په توګه تر کار پیلولو وروسته د بل هر هیواد په پرتله ډیر ځلي هندوستان ته سفرونه کړي دي. هندوستان بیا په تیرو ۱۲ کلونو کې د افغانستان د بیا رغونې له بهیر سره تر دوه میلیارده ډالرو ډیرې مرستې کړې.

په افغانستان کې د پانگونې له پاره هڅول

سنګ د استانبول د بهیر په کنفرانس کې وویل چې په وروستیو وختونو کې په یوه کنفرانس کې هندي پانګوال دې ته هڅول شوي دي چې په افغانستان کې پانګونې وکړې. خو هغې روښانه کړه چې له لویو مارکیټونو سره د افغانستان نه اربتاط په ډیرو مواردو کې د دې لامل کیږي چې په دې هیواد کې پانګونه و نه شي. میرمن سنگ ټینگار وکړ چې اوس باید د افغانستان د ترانزیتي لارو په اړه په جدی ډول فکر وشي.

کارپوهان په دې باور دي چې هندوستان نه غواړي چې په افغانستان کې یو ځل بیا داسې یو رژیم واک ته ورسیږی چې له پاکستان سره ډیرې نزدې اړیکې ولري. دا هغه حالت وو چې نوی دهلي ورسره په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ بر مهال مخامخ وو.