1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندوستان او افغانستان د هوا له لارې سوداګري پیلوي

۱۳۹۵ آذر ۱۳, شنبه

تمه ده د شنبې په ورځ هندوستان او افغانستان د هوا له لارې د سوداګرۍ د پيل اعلان وکړي. دغه اعلان په داسې حال کې کیږي چې د یادو هیوادونو ترمنځ پروت له پاکستان سره د هندوستان او افغانستان اړیکې تر پخوا ډیرې ترینګلي شوي دي.

https://p.dw.com/p/2TgUJ
Indien Air India Streik Mumbai Flughafen Flugzeuge Flugzeug
انځور: AP

د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د هندوستان لومړی وزیر نریندار موډی پخوا د پاکستان پولې ته څیرمه د هندوستان په شمالي ښار امریستار کې په دې هکله خبرې کړې وې.

په اتومي وسلو سمبال هندوستان او پاکستان تراوسه درې ځله له یو بل سره وسلواله جګړه کړې او اوس یې دښمنې ترپخوا نوره هم ډیره شوې ده. په ورته  وخت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ چې ګډ فرهنګ او ګډې مذهبې ريښې لري، اړیکې هم تر پخوا ډیرې ترینګلي شوي دي.

چارواکي وايي چې د دغې هوايي سوداګرې د رامنځ ته کیدو موخه له افغانستان سره مرسته کول دي ترڅو مهمو بازارونو ته لار پیدا کړي. دوی همدا راز وايي، په داسې وخت کې چې افغانستان له طالبانو سره په جګړه کې بوخت دی، دغه کار به له دې هیواد سره مرسته وکړي ترڅو خپلې وچې میوې او د غالیو تولیدات د نړۍ مهمو بازارونو ته ورسوي.

د کراچي پر بندر اتکأ

افغانستان د نړیوالې سوداګرۍ له پاره تر ډیره د پاکستان پر کراچي بندر تکیه کوي. افغانستان په محدوده کچه د پاکستان له لارې هندوستان ته د توکو د صادر کولو اجازه لري خو بیا له هندوستان څخه افغانستان ته د پاکستان له لارې پر هر راز وارداتو بندیز وضع شوی دی.

خالد پاینده چې د افغانستان د حکومت د مالي پالیسو مشر دی وايي چې له هندوستان سره چې په سیمه کې ترټولو ستر بازار دی، یوازې د ځمکې له لارې د سوداګرۍ چارې ډیرې محدودې دي نو له همدې امله دواړو هیوادونو پریکړه وکړه چې د هوا له لارې هم سوداګریزې راکړې ورکړې پیل کړي.

پاینده وايي: «دغه سوداګري به د هندوستان او افغانستان ترمنځ وي او دواړه لوري د هوا له لارې د سوداګرۍ زیاته وړتیا لري. د افغانستان لخوا به هندوستان ته او بیا د هندوستان له لارې نورو هیوادونو ته د تازه او وچې میوې ترڅنګ غالۍ او ګڼ شمیر نور توکي هم صادر شي.»

هغه همدا راز وویل چې د دغه کار پرمخ وړلو له پاره به د افغانستان او هندوستان ترمنځ یو ګډ شرکت رامنځ ته شي او دواړه هیوادونه د کابل او د نوي ډهلې په هوايي ډګرونو کې د دې کار له پاره ځانګړي ځایونه هم جوړوي.

کندهار د وچو مېوو مرکز

یو هندي چارواکي چې په امریتسار کې د دې غونډې ګډونوال دی وویل چې د هوا له لارې د سوداګرۍ پر جزیاتو لاهم کار روان دی او تمه ده چې د افغانستان په جنوب کې پروت کندهار ولایت هندوستان ته د وچو میوو د بارولو د مرکز په توګه وټاکل شي.

په دې وروستیو کې د هندوستان او پاکستان ترمنځ دوه اړخیزه اړیکې تر پخوا ډیرې ترینګلي شوي دي. هندوستان پر پاکستان تور پورې کوي چې په خپله خاوره کې ترهګر روزي چې بیا پر هندي پوځي تاسیساتو بریدونه ترسره کوي. خو پاکستان بیا دغه تورونه ردوي او د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د هند د پوځ لخوا زورزیاتي ته د نیوکې ګوته نیسي.

سربیره پر دې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ هم اړیکې په ځانګړې توګه په کابل کې د ګڼ شمیر بریدونو د ترسره کیدو وروسته خرابې شوي دي. د افغانستان حکومت وايي چې پاکستان په خپله خاوره کې د هغو ترهګرو په لمنځه وړلو کې پاتې راغلی چې په افغانستان کې بریدونه ترسره کوي.

په هندوستان کې د افغانستان سفیر، شیدا ابدالي په دې هکله وايي: «ترهغه وخته پورې چې موږ له ترهګرې سره، د ترهګرو د ځالو او خوندي ځاینو پر وړاندې ګډه مبارزه ونکړو، موږ نه شو کولای چې یا افغانستان ته او یا هم په سیمه کې د هندوستان په ګډون په نورو هیوادونو کې سوله رامنځ ته کړو.»

پاکستان وايی چې دوی په خپله هم د ترهګرۍ قرباني دي او وايې چې هندوستان له افغانستان سره خپلې نږدې اړیکې د بلوچستان په نا امنه ایالت کې د ستونزو د رامنځ ته کولو له پاره کاروي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (09.07.2016):