1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

همدرد خپل ارمان ته و نه رسید

۱۳۹۱ تیر ۲۳, جمعه

د هلمند ولایت یو تکړه ژورنالست عبدالهادي همدرد، د سړک د غاړې د یوه ماین د چاودنې له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

https://p.dw.com/p/15XM6
انځور: DW

د همدرد پلار وایي چې زوی ئې خپل ارمان چې له نورو سره مرسته کول وو په بشپړه توگه پوره نه شو کړای.

د عبدالهادي همدرد پلار وایي چې د هغه زوی تر پېښي مخکې د لشکرګاه ښار ته تللی وو او هلته ئې په راډیو تلویزیون کې خپرونه لرله. دا سپین ږیری پلار زیاتوي چې ده په راډیو کې د خپل زوی خپرونه واوریده او کور ته د هغه د راتلو په تمه وو:

عبدالهادي همدرد
عبدالهادي همدردانځور: DW

«د ماښام تر لمانځه وروسته کور ته راغلم. همدرد پخپل ټاکل شوي وخت کور ته نه وو ستون شوی. زه له کوره د هغه په لټه ووتم... له کوره چې بهر شوم د همدرد یو ملگری په موټر کې راغی او را ته ئې وویل چې همدرد ټکر کړی دئ او ټپي شوی دئ.»

د همدرد پلار وایي چې کله موټر ته پورته شو نو خپل زوی ئې ولید: «سترگې مې پر همدرد وموښتلې. د هغه بدن پوښل شوی وو. یوازې پښه ئې لوڅه وه. ما خپل زوی له پښې وپیژند.»

عبدالهادي همدرد د چهارشنبې په ورځ ناوخته د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د سړک د غاړې د یوه ماین د چاودنې له کبله ووژل شو. هغه ښوونځۍ په هلمند او کندهار کې لوستی وو او لوړې زده کړې ئې په کابل او هندوستان کې بشپړې کړې وې.

د همدرد پلار وایي چې د ډیرو ستونزو په گاللو سره ئې د خپل زوی د زده کړې له پاره لاره هواره کړې وه: «ما د خپل کور غوا وپلورله چې د ده د تحصیل مصرفونه پوره کړم. هغه له زده کړې سره ډیره مینه لرله.»

د همدرد یو ملگري عبدالقادر، د هغه د جنازې پر مهال په ژړه غوني اواز وویل: «کله چې مې د هغه د مرگ خبر واورید د وجود ټول بندونه مې سست شول. هغه دلته د انگلیسي ژبې کورس لره. هغه شاگردان وروزل او فارغ ئې کړل. د همدرد مړینه د هلمند له پاره یوه لویه ضایعه ده.»

د همدرد کورنۍ او ملگري وایي چې هغه له نورو سره د زده کړې په برخه کې مرسته کولو سره ډیره مینه لرله. کله چې هغه له هندوستان څخه بیرته افغانستان ته ستون شو، نو د هلمند ولایت په راډیو تلویزیون کې ئې کار پیل کړ او په دې ولایت کې ئې د انگلیسي ژبې یو کورس پرانیست.

د همدرد کورنۍ او ملگري پر افغان حکومت د هغو کسانو پر وړاندې چې د سړک د غاړې ماینونه ږدي د سختو اقدامونو غوښتنه کوي. د چهار شنبې د ورځي په چاودنه کې پر عبدالهادی همدرد سربیره یو بل ځوان هم ووژل شو. دا ځوان ذکریا نومیده او په یوه بانک ئې کار کاوه.

د افغان حکومت وسلوال مخالفین په وروستیو کې د سړک د غاړې له ماینونو څخه د افغان او بهرنیو ځواکونو پر ضد کار اخلي. خو زیات شمیر ملکي وگړي د دې ماینونو قربانیان دي. په وروستیو کې په افغانستان کې د ملگرو ملتونو سیاسي دفتر (یوناما) وویل چې په دې هیواد کې د سړک د غاړې ماینونو ډیر ملکي افغانان وژلي دي.

د سړک د غاړې د ماینونو هر یو ملکي قرباني د عبدالهادي همدرد په څیر یوه کیسه لري. هغوی د یوې کورنۍ غړي دي او ملگري لري چې اوس ئې په ویر ناست دي.

مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض