1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هماهنگ، د عاشقۍ د ورځو سندرغاړی

۱۳۹۱ خرداد ۲۶, جمعه

که څه هم د افغانستان د نومیالي سندرغاړي استاد هماهنگ، له مړینې څه باندې یوه اونۍ تیریږي، خو بیا هم د هماهنگ مینه وال د هغه په یاد د هغه سندرې اوري.

https://p.dw.com/p/15Fok

په دې ورځو کې د مزارشریف د ښار په ډیرو برخو کې د استاد هماهنگ سندرې اوریدل کیږي. کله چې سړې د لیلامي، سندرغاړو د کوڅو له مخې تیر شي د هماهنگ خوږ اواز ئې تر غوږو رسیږي.

د استاد هماهنگ اصلي نوم عبدالحمید وو. هغه د خپل وخت د خرابات د نسل له ډیرو نومیالیو سندرغاړو څخه یو وو. هماهنگ د روان کال د جوزا د میاشتې په اولسمه نیټه د قلبي ناروغۍ له کبله ومړ. هغه د افغانستان د نورو سندرغاړو تر څنگ په کابل کې د شهدای صالحین په هدیره کې خاورو ته سپارل شوی دئ. که څه هم اوس هماهنگ پخپله په نړۍ کې نه شته خو د هغه سندرې اوس هم د خلکو روح او روان ارام کوي.

د افغانستان یو بل نامتو سندرغاړي استاد گل زمان، چې د هماهنگ له هنري دورې څخه دئ د استاد په اړه وايي: «هماهنگ ډیر شهرت لره. هغه ډیر ښه اواز او اخلاق درلودل.»

استاد گل زمان وایي چې له هماهنگ سره ئې ډیر گډ هنري کارونه کړي. هغه وايي: «د استاد هماهنگ موسیقي د افغانستان اصیله موسیقي وه. ده د خلکو سندرې ویلي.»

استاد گل زمان وایي چې د استاد هماهنگ سبک باید تعقیب شي چې د افغانستان اصیله موسیقی وساتل شي.

د استاد گل زمان د مرکې غږ دلته واورئ

غلام علي ۶۵ کاله عمر لري. هغه د یوې کافۍ په مخ کې پر یوه کټ باندې ناست دئ او له یوې سندرې داسې خوند اخلي لکه چې په اسمان کې پرواز کوي. غلام علي د استاد هماهنگ سندره اوري: «کاشکې دلې سنگ نرم شود نازنین ...»

له دې سندرې سره د غلام علي ډیر یادونه تړلي دي. هغه وایي: «ما څو وارې د استاد هماهنگ په کنسرتونو او د شپې په محفلونو کې گډون کړی دئ. هغه به د گل سرخ د میلې په وخت کې مزارشریف ته راته او دلته به ئې ډیر کنسرتونه اجرا کول. زه او زما ملگري د دغو کنسرتونو ډیر مینه وال وو.»

غلام علي د هماهنگ د شپې له محفلونو څخه یوه خاطره داسې وایي: «هماهنگ تر نیمې شپې پورې موږ ته مستې سندرې وویلي او ډیرو ځوانانو نڅا وکړه. ټولو له استاد څخه هیله وکړه چې یو غزل ووایي. هغه داسې یو ښایسته سندره وویله چې تر هغه وروسته بیا ټولو غوښتل چې غزل واوري. استاد هغه شپه څو غزلې هم وویلي.»

خوبان د مزارشریف یوه بله اوسیدونکې ده او د استاد هماهنگ ډیره سخته مینه واله ده. د خوبان ځوانۍ د هماهنگ له سندرو سره تړلې ده. هغه وایي: «کله چې مې د لومړي ځل له پاره د استاد هماهنگ آواز واورید، ډیره ځوانه وم. هغه وخت تازه د راډیو اخیستل د خلکو په منځ کې مود شوي وو او ما هم یوه راډیو راپیدا کړې وه. په راډیو کې به ډیرې ښې سندرې خپریدې. د احمد ظاهر، استاد سراهنگ، استاد بخشي... استاد هماهنگ سندرې. زه د دغو سندرغاړو یوه ښه اوریدونکې وم، خو د هماهنگ سندرو زه ډیره جذبولم او په علاقه سره به مې اوریدې.»

خوبان وایی: «زما مشرې خور به تل د راډیو پر سر له ما سره لانجه درلوده. موږ دواړو خویندو به د سندرغاړو پر سر له یو بل سره جنجال کاوه. موږ به هڅه کوله چې د خپل د خوښې سندرغاړي د غوره ښودلو له پاره ښه دلایل ولرو.»

میرمن خوبان وایي، کله چې زده کوونکې وه نو په یوه جشن کې ئې ډیره هڅه وکړه چې استاد هماهنگ له نزدې ووینې خو په دې کار بریالۍ نه شوه.

که څه هم په وروستیو کې په افغانستان کې نوې موسیقي له پخوانۍ سره ډیر توپیر لري خو بیا هم ډیر شمیر داسې کسان شته چې د موسیقي اصالت په پخوانیو سندرو کې لټوي.

نوید نوا یو نوی سندر غاړی دئ. هغه وایي چې د هماهنگ سندرو د هغه پر کار باندې ډیر تاثیر اچولی دئ. هغه وایي: «د استاد کستونه مې له ډیر پخوا اوریدل. هغه وخت ماشوم وم، خو د موسیقي اوریدل راته د ډوډۍ خوړلو او ویده کیدو په څیر ول. هغه وخت به مې د افغانستان اصیله موسیقي ډیره اوریده.»

د استاد هماهنگ مقبره
د استاد هماهنگ مقبرهانځور: DW/Hussein Sirat

نوا وايي چې هیله لري چې وکولای شي د دغو سندرغاړو په څیر ښې سندرې ووایي.

سید صابر د استاد هماهنگ یو بل مینه وال دئ. هغه وایي: «څو کاله مخکې کله چې هماهنگ د گل سرخ د میلې له پاره مزارشریف ته راغی او ما ئې سندرې واوریدې، د هغه د اواز ډیر مینه وال شوم. تر هغه وروسته مې تل هڅه کوله چې د هماهنگ ټول کستونه ولرم.»

صابر وایي چې ډیر ئې غوښتل چې استاد هماهنگ له نزدې وویني او یوه ورځ په دې کار بریالی شو. هغه وایي چې دا ورځ ئې د ژوند له په ياد پاتې کیدونکو ورځو څخه وه.

صابر وایي کله چې ئې د هماهنگ د مړینې خبر واوريد ډیر خواشینۍ شو او څو ورځې ئې ماتم وکړ. که څه هم د هماهنگ د مړینې خبر د افغانستان د اوسنیو سیاسي چارو په خبرونو کې ورک شو، خو د هغه د سندرو اواز اوس له هر ځایه پورته کیږي.

استاد هماهنگ لا ماشوم وو چې د افغانستان د موسیقي له نامتو استادانو لکه استاد رحیم بخش او استاد سراهنگ څخه ئې د موسیقي اساسات زده کړل.

په لومړیو وختونو کې د استاد هماهنگ دویم نوم «شیدایي» وو خو وروسته بیا ورته استاد سراهنگ د هماهنگ نوم ورکړ. هماهنگ د خلکو په منځ کې د «بچه طلا» په نوم هم پیژندل کیده.

استاد هماهنگ له نیم قرن څخه د ډیر وخت له پاره خلکو ته خپلې سندرې وړاندې کړې. هغه د راډیو په ارشیف کې ۲۵۰ او د تلویزیون په ارشیف کې ۴۶ ثبت شوې سندرې لري.

فرخنده رحیمي/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض