هلموت کول څنګه تاريخ جوړ کړ؟
هغه په ۱۹۸۹ کال کې په سياسي لحاظ کمزوری شوی وو، خو بيا تاريخ بدل او هلموت کول پياوړی سياستوال جوړ شو. په تېره د آلمان او اروپا په اړه د هغه سياست د آلمان د شپږم صدراعظم اصلي ميراث بلل کيږي.
د کاري ژوند فعال پلان جوړونکی
هغه په ځوانۍ کې لا لوړ هدفونه درلودل. هغه ځان د کونراد ادېناور، يعنې د آلمان د لومړي صدراعظم، وارث نه ګاڼه. خو د «زړو خلکو» له امکاناتو څخه کول ګټه واخيستله. په راينلند فلڅ آيالت کې د ځوان سياستوال په توګه يې ادېناور د سي دي يو ګوند آيالتي غونډې ته بللی وو او پخوانی آيالتي صدراعظم، پېتر التماير، يې نه وو خبر کړی. ادېناور بيا راغی چې دا د کول يوه مهمه لاسته راوړنه وه.
د کورني ژوند په اړه خبرونه
هلموت کول عصري ژوند ته متوجه وو. په اويايمو کلونو کې يې د آيالتي سياستوال په توګه د رسنيو قدرت او ځواک درک کړ. هغه به په اوګرسهايم کې تل خبريالان خپل کور ته پرېښودل. کول تل لوړ هدفونه درلودل او ډېر ګړندی سړی وو. دا په هغه وخت کې د مخکښانو افکار وو.
صدراعظمۍ ته رسېدل
د ۱۹۸۲ کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه هلموت کول خپل سياسي خوب او خيال رښتيا کړ. اطرافي ځوان کول د حکومت مشري مني او د «نړيوال سياستوال» هلموت شميت ځای نيسي. په دغه مهال کول د ټولنې له کيڼ اړخ څخه تر نيوکو او ملنډو لاندې راځي. کول له «ناک» سره نشبيه کيږي، خو د هغه سياسي مهارت او ګړنديتوب بيا وروسته هر چا ته څرګند شول.
د خپل وخت اصلي سمبولونه
دغې صحنې د تاريخ کتابونو ته لاره وموندله. د ۱۹۸۴ کال د سپتمبر په ۲۲مه د فرانسې د وېردون ښار د عسکرو په هديره کې. خو چا اول لاس وغځاوه؟ فرانسوا ميتران، د فرانسې ولسمشر چې هلموت کول يې لاس په ورين تندي ومانه. دغه شېبه چې دواړه د فرانسوي او آلماني عسکرو قبرونو ته څنګه ولاړ دي، اوس د خپل وخت يو اصلي سمبول دی.
په ۱۹۸۹ کې د سياسي ژوند پای تر سترګو کيږي
د ۱۹۸۹ کال په سپتمبر مياشت کې د هغه سياسي برخليک تقريبا ټاکل شوی برېښي. له روغتيايي مشکلاتو سره مخامخ کول ايله کولای شي چې د سي دي ګوند د مهمو غړو د «کودتا» مخه ونيسي. څو شېبې مخکې ورته اطلاع راغله چې هنګري د آلمان د شرق د دموکراتيک جمهوريت څخه د تښتېدلو کډوالو په مخ سرحد بېرته پرانيزي. په دغه حساس وخت کې کول ځان ته بل سياسي فرصت ويني.
«کله چې تاريخ فرصت درکړي»
د ۱۹۸۹ کال د دسمبر په ۱۹مه د آلمان د يووالي په اړه پرېکړه نه ده شوې. کول په درېسدن ښار کې دی او آوازې هم خپرې دي. کول له لږ ځنډ سره «زموږ د آلماني ملت د يووالي» خبره کوي او دا خپل هدف ټاکي. د لسګونو زرو خلکو په حضور کې په شوې دغه وينا کې دی هڅه کوي چې توازن وساتي او په دې بريالی کيږي.
د يووالي په لور ګامونه
د ۱۹۹۰ کال د جولای د ۱۴مې او ۱۶مې تر منځ د آلمان د يووالي په ګټه ګامونه واخيستل شول. کول او ګېنشر په مسکو او په قفقاز کې ول، يعنې د ګورباچوف په ټاټوبي کې. پوښتنه په ناټو کې د يو ځای شوي آلمان د غړيتوب په هکله وه. ګورباچوف دغه خبره ومنله. دا د آلمان د يووالي په لور وروستی ستر خنډ وو.
خپلسري اعمال
هلموت کول تل خپل هوډ عملي کاوه. هغه به «تور غول» بلل کېده، ځکه چې ونه يې ۱،۹۳ متره وه او په سياسي لحاظ يې په مسيحي دموکرات ګوند پورې اړه درلوده چې تور رنګ ورته ټاکل شوی دی. کول خپله دفاع پخپله کوله. د هغه ساتونکو په ډېرې خوارۍ سره د می په ۱۰مه وکولای شول چې دی بېرته راوګرځوي. کوم چا پر هغه باندې هګۍ وار کړې وې چې کول غوښتل خپله دغه مساله حل کړي.
د آلمان اروپايي کېدل
اروپا د هلموت کول له پاره يوازې کوم سياسي ډګر نه وو، هغه د ده د زړه موضوع وه. د آلمان يووالی تنظيم وو، خو اعلان شوی لا نه وو، کله چې د اروپايي ټولنې د کميسيون رئيس، ژاک دېلور، په بن کې کول ته د اروپا نقشه ورکړه. پکې يو ځای شوی المان د غړي هېواد په توګه راغلی وو.
کورنی وير
د هغه مېرمنې، هانلوره کول، په ۲۰۰۱ کال کې له اوږدې ناروغۍ وروسته خپل ځان وواژه. د هغې په مرګ سره ټوله کورنۍ هم سره پاشل کيږي. دا ځکه چې سياستوال کول په شخصي ژوند کې هم مطرح وو. د هغه زوی، والتر، په خپل کتاب کې ليکلي دي چې «زما له خوا به کومه مبالغه نه وي که ووايم چې زما د پلار سياسي فعاليت د شخصي ژوند تر وروستي اړخه پورې محسوسېده.»
د کول تر ټولو مهمه شاګرده
څوک چې يې خوښېدل، هغه به يې په ياد کې هم پاته وو. ځوانې انګلا مېرکل ته يې هم توجه اوښتې وه. د «کول د نجلۍ» په توګه ورته ډېر وخت د کول سرپرستي ورپه برخه شوې وه. د بسپنو د افتضاح له کبله دواړو يو له بل سره فاصله ونيوله. د کول په وصيت کې دا هم راغلي دي چې مېرکل دې د هغه د يادون په آلماني مراسمو کې وينا نه اوروي.
مايکه ريشتر کول
مايکه ريشتر کول له ۲۰۰۵ کال راهيسې له کول سره ملګرې شوه او درې کاله وروسته يې واده ورسره وکړ. په دغې ۵۳ کلنې اقتصادپوهې باندې تل نيوکه شوې ده چې د کول د ژوند په هکله د پرېکړې حق بل چا ته نه ورپرېږدي. د کول د دوو زامنو له خوا له خپل پلار سره د فاصلې نيولو د پرېکړې پړه هم په دې باندې اچول کيږي. د زوددويچه ورځپاڼې په ۲۰۱۲ کال کې حتی ليکلي وو: «هغه دی پالي، حفاظت يې کوي او هغه کنترولوي هم.»