1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

هلمند کې چاودنې پنځه تنه وژلي

۱۳۹۶ شهریور ۱, چهارشنبه

په هلمند کې یوه ځانمرګي برید پنځه تنه وژلي او ۳۸ نور یې ټپیان کړي دي. د چارواکو په وینا د برید په قربانیانو کې دوې میرمنې، یوه ماشومه او د ملي اردو دوه عسکر شامل دي. طالبانو د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

https://p.dw.com/p/2igHP
Afghanistan Anschlag
انځور: AFP/Getty Images

د آلمان خبري آژانس د هلمند ولایت د ویاند عمر ځواک له قوله لیکلي دي چې په پیښه کې ۳۸ تنه ټپیان شوي هم دي. دغه پيښه د هلمند ولایت مرکز لښکر ګاه کې شوی دی. د عمر ځواک په خبره ښایي د مرګ ژوبلې شمیر لوړ شي.

د هلمند د ولایتي شورا غړی عبدالاحد سلطانزوی بیا د پیښې په تړاو وایي چې ځانمرګی برید کوونکی پر موټر سایکل سپور وو. خو د هلمند د امنیي قوماندان عبدالغفار صافی بیا د یوه موټر برید خبره کوي. د هغه په خبره د هلمند قوماندانۍ په دوهم قراول کې د موټر په واسطه برید تر سره شوی دی. د هغه په خبره دغه برید د ملي اردو پر هغو سرتیرو شوی چې په کابل بانک کې يې نن د معاش د اخیستلو ورځ وه. هغه د مرګ ژوبلې په هکله کوم ارقام نه دي وړاندې کړي.

په لښکرګاه کې بیا د ایمرجنسي روغتون ډاکټران وایي دوی ته ۴۲ تنه ټپیان وروړل شوي دي. هغوی هم په پيښه کې د دوو ښځو، یوې نجلۍ او دوه عسکرو مړینه تائیدوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستې ده. دغه برید یوه ورځ وروسته له هغې تر سره کیږي چې د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د افغانستان د جګړې په هکله خپله نوي ستراتیژي اعلان کړه. خو ترمپ د امریکايي ځواکونو شمیر او یا هم له افغانستان څخه د هغوی د ایستلو له پاره کوم مهال ویش مشخص نه کړ. طالبانو د امریکا د نوې ستراتیژۍ د علان په غبرګون کې په امریکايي ځواکونو د لا ډیرو بریدونو ګواښ کړی.