1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هلمند: پر یوې پوستې باندې د برید په پایله کې ۱۰ عسکر وژل شوي دي

۱۳۹۱ شهریور ۶, دوشنبه
https://p.dw.com/p/15xAO

د افغانستان په سویلي ولایت هلمند کې د وسله والو طالبانو په یوه برید کې لس تنه سرتیري وژل شوي او نور څلور تنه ټپیان شوي دي. دغه خبر د واشیر ولسوالۍ پولیسو ورکړی دئ. زیاته شوې ده چې وسله والو طالبانو په دغه ولسوالۍ کې پر یوه پوسته باندې برید تر سره کړی دئ.

د ځایي پولیسو یو تن اسماعیل هوتک، د المان خبري آژانس ته ویلي دي چې له دغې پوستې څخه شپږ تنه سرتیري تښتیدلي دي او دا خبره لا تر اوسه واضحه نه ده چې آیا دغو کسانو له یاغیانو سره کومه اړیکه درلوده که نه. خو د هلمند د والی ویاند داود احمدي، له دویچه ویله سره په یوه ځانگړي مر که کې وویل چې دغه کسان اوس بیرته راستانه شوي دي.

د هغه په وینا دغو پولیسو ویلي چې د جگړې د ډیر شدت له امله ئې نزدې پوستې ته پناه وړې وه. احمدي زیاتوي چې په دې اړه لا پلټنې رواني دي او لا کومې نهایي نتیجې ته نه دي رسیدلي. دغه پیښه تیره شپه ناوخته رامنځ ته شوې ده. طالبانو د دغه پیښې پړه پر غاړه اخیستي ده او ویلي ئې دي چې د دوی کسانو ۱۶ تنه سرتیري وژلي دي.