هلمند: طالبانو د ائتلافي ځواکونو پر پوځې اډې برید کړی دئ
۱۳۹۱ شهریور ۲۵, شنبهاعلان
د افغانستان په سویل کې د یاغیانو په یوه برید کې چې د ائتلافي ځواکونو پر یوه پوځي مقر تر سره شوی، پکښې دوه تنه بهرني سرتیري وژل شوي دي. دغه خبر په افغانستان کې ائتلافي ځواکونو ورکړی دئ. د ائتلافي ځواکونو په خبر پاڼه کې راغلي دي چې د یاغیانو په دغه برید کې دوه تنه امریکایي سرتیري وژل شوي دي. دغه خبر پاڼه زیاتوي چې تیره شپه دغه برید په هلمند ولایت کې د بریتانیا په پوځي مقر تر سره شوی دئ. طالبانو د نوموړي برید پړه پر غاړه اخیستې ده. دغه برید په هلمند ولایت کې په هغه پوځي مقر تر سره شوی دئ چیرې چې د انگلستان شهزاده هیري څه موده وړاندې خپله دنده پیل کړې وه. په متحده ایالاتو کې چارواکو هم د خپلو دوو تنو سرتیرو وژل تائید کړي دي. د ناټو ویاند او د هلمند د والي ویاند داود احمدي ویلي دي چې په دغه برید کې ۱۶ تنه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.