1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هلمند: د ناټو څواکونو د تلاشۍ پر وخت ډير ملکي کسان وژل سوي وه

۱۳۸۶ اسفند ۲۲, چهارشنبه

په شکمنو طالبانو پسي په لټونه کښي د ناټو د عملياتو په نتيجه کښي 4 ملکي کسان وژل سوي دي ...

https://p.dw.com/p/DTti
په کندهار کښي د ناټو عسکر
په کندهار کښي د ناټو عسکرانځور: AP

لکه څنګه چي ناټو پرون ناوخته خبر ورکی ، په دغه پيښه کښي دوې ښځي او دوه کوچنيان وژل سوي ، او يو بل کوچنی هم زخمي سوی دی . ناټو وايي چه دوی د افغانستان په جنوب کښي د ياغيانو لخوا تر حملې لاندي ونيول سول ، چه ددوی دمتقابلي حملې په نتيجه کي ملکي کسان ووژل سول ، او دوی ددغه کار څخه خوابدي دي .

په هلمند کښي د اوسيدونکو د معلوماتو پر اساس څو ورځي مخکي هم د ناټو د عسکرو د تلاشۍ پر وخت ډير ملکي کسان وژل سوي وه . په تير کال کښي تر 500 اضافه ملکي کسان د خارجي پوځونو د عملياتو په نتيجه کښي وژل سوي وه .