هلمند ته به نور افغاني عسکر واستول سي
۱۳۸۸ تیر ۲۵, پنجشنبهد براون وياند بيا ويلي دي چه برتانيه د ناټو د نورو غړو هيوادو سره په تماس کښي ده چه پر طالبانو باندي د غلبې حاصلولو په خاطر نوره ونډه هم واخلي .
تيره هفته د 24 ساعتو په جريان کښي د 8 انګريزانو وژل کيدو دا پوښتنه راپيداکړې وه ،چه آيا برتانيا په افغانستان کښي په کافي وسلو او تجهيزاتو سره مجهزه ده .
بروان وويل چه « ما د تليفون د لاري د کرزي سره د افغانستان د خاص مسؤليت په باب خبري وکړې،او هغه راته وعده راکړه چه د افغانستان حکومت به د «ببر د پنجې» د عملياتو په خاطر نور عسکر او پوليس هم هلمند ته ليږي . »
پخپله په انگلستان کښي گوردون براون تر فشار لاندي دی، چې بايد په افغانستان کښي خپل ځواکونه ښه سمبال کړي .
براون د هغه رپوټ په خپرېدو سره تر فشار لاندي راغلی دئ، چه وايي په افغانستان کښي د جنگي هليکوپترونو کمښت، د دوی عسکر د خطر سره مخامخ کړيدي .
د گارډين ورځپاڼه ليکي : د پارلمان د دفاعي چارو د خاصي جرگه گۍ رپوټ ښکاره کوي ،چه ډير هوايي ځواکونه به د هوا څخه د نظامي عملياتو زمينه برابره کړي، پر ځاي د دې چه پر مځکه باندي خطرناکه نظامي عمليات سر ته ورسول سي .
رويټر/
کتونکی : محمد قاسم نوري