1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هلمنديان: برېښنا، روغتيا او تعليم غواړو

حسين سيرت۱۳۹۱ بهمن ۲۱, شنبه

د هلمند ولايت په سلګونو اوسېدونکو په کابل کې لاريون وکړ او برېښنا، روغتون او مکتبونه يې وغوښتل. مظاهره چيانو وويل چې د هلمند اوسېدونکي د دولت له لومړنيو خدماتو څخه هم محروم دي.

https://p.dw.com/p/17bMW
انځور: DW/ Hossain Sirat

هلمند د افغانستان له ناآرامو ولايتونو څخه دی، خو مظاهره چيانو وويل چې دغه ولايت اوس آرام دی او دولت بايد ورسره مرسته وکړي. مظاهره چيانو د «موږ برېښنا غواړو»، «روغتيا غواړو» او «تعليم غواړو» شعارونه له ځانه سره ګرځول.

حاجي شاه آغا چې د لاريون کوونکو له ډلې څخه دی، وويل: «موږ د معارف له وزارت څخه مکتبونه غواړو او د عامې روغتيا له وزارته روغتون، دوا او ډاکتر غواړو. د کرنې له وزارته دا هم غواړو چې موږ ته تراکتور او زراعتي تخمونه راکړي.»

مظاهره چيانو وويل چې تر هغه پورې به په کابل کې خپلو لاريونونو ته دوام ورکړي، چې غوښتنې يې نه وي عملي شوې. د هلمند دغه اوسېدونکي له ۱۵ ورځو راهيسې په کابل کې دي او بېلابېلو وزارتونو ته د خپلو غوښتنو پر اساس ورغلي دي.

حاجي محمد سليم، چې يو بل لاريون کوونکی دی، وويل: «موږ راغلي يو چې له وزير صاحب څخه برېښنا وغواړو. د افغانستان د نورو ځاينونو لپاره له بهر څخه برېښنا راځي، خو موږ ته خپله هم نه راکول کيږي. له ۱۵ ورځو راهيسې په کابل کې يو او تر هغه پورې پاته کيږو چې غوښتنې مو ومنل شي.»

محمد ولي عليزی، چې په پارلمان کې د هلمند ولايت استازی دی، وويل چې په هغه صورت کې چې د هلمند د خلکو غوښتنو ته پاملرنه ونه شي، به ۵۰۰۰۰ تنه د وزارتونو په وړاندې اعتراضونه کوي اوخپل حق به په «زور سره» په لاس راوړي.

«د کجکي بند فعال کړﺉ»

لاريون کوونکو وويل چې د افغانستان دولت بايد په هلمند کې پروت د کجکي بند توربينونه فعال کړي. هغوی وويل چې د دغه بند دوه توربينونه تر اوسه پورې فعال شوي نه دي.

Afghanistan Bevölkerung von Helmand protestiert für Strom und Versorgung
انځور: DW/ Hossain Sirat

په ۲۰۰۸ کال کې امريکايانو يو توربين د کجکي بند د فعالولو لپاره وروړی و. ۵۰۰۰ پوځيانو د دغه توربين د لېږدولو امنيت پر غاړه درلود. د لېږد په جريان کې په سلګونو طالب جنګيالي، چې غوښتل يې مخه يې ونيسي، د لارې په اوږدو کې وژل شوي ول.

حاجي شاه آغا وويل: «دوه دايناموګانې په دغه بند کې نصب شوې دي او دريمه داينامو هم راوړل شوې ده. ۳۵۰ کسان هغه مهال ووژل شول چې دغه توربين کجکي ته رارسېد. خو اوس توربين په يوه ځای کې غورځول شوی دی، او وايي چې د هغه د فعالولو لپاره بودجه نشته.»

بهرنيو او افغاني ځواکونو په ۲۰۱۰ کال کې په دغه ولايت کې پراخ عمليات تر سره کړي ول او څو ولسوالۍ يې د طالبانو له کنتروله راوايستلې.

په اوس وخت کې هلمند د کوکنارو د کرکيلې تر ټولو لوړه کچه لري چې تر ټولو زيات تارياک د افغانستان په دغه ولايت کې توليديږي.