هغه گلان چې انسان یې خوړلی هم شي
گلان یوازې په لیدلو کې ښایسته نه ښکاري، بلکې سړی کولې شي هغه وخوري. د گلانو له گلبرگونو او پاڼو څخه د سلاد، شربتونو، خواږه خواړو او مختلف ډوله چایونو په جوړولو کې د خوند او ذایقې په موخه کار اخیستل کیږي
رنگین خوندونه او ذایقې
په یو شمیر ټولنو او کلتورونو کې له گلانو څخه د عنعنوي خواړو په جوړولو کې استفاده کیږي. دغه گلان تر سره کولو او یا په ښه توگه تر پخولو او یا هم په سلاد او سوپ کې په تازه شکل استعمالیدلې شي. هغه گلان چې تر ټولو زیات خوړل کیږي.
د روغتیا له پاره گټور
دغه گل سور، زیړ او نارنجي رنگونه لري. له دې گل څخه په هر ډول مصاله داره خوړو کې د ذایقې ښه کولو له پاره استفاده کیدلی شي. د ریښې پرته د دغه گل له ټولو برخو څخه استفاده کیدلی شي. په ۲۰۱۳ کال کې آلماني ساینس پوهانو دغه گل د طبیعي گټو لرونکي گل وباله. گل لادن په ډیره اندازه ویتامین سي لري.
د گلانو چتر
د گلانو چتر، خمان یا اقطي گلان د دوبې په موسم کې غوړیږي. دغه سپین رنگه گلان ډیر ښه او تیزه خوشبویې لري. له دغو گلانو څخه د شربت، چای، سرکې او جیلي په جوړولو کې کار اخیستل کیږي.
ډیره نفیسه خوشبوې
سور گلاب نه یوازې د مینې او محبت د څرگندولو سمبول گڼل کیږي، بلکې د هغه له گلبرگونو څخه په کیک، میټایې او ډیر شمیر خواړو کې د ذایقې او خوشبویې په موخه استفاده کیږي. د گلابو گل نه ترلاسه کیدونکي عرق گلاب څخه په ډیر شمیر خواړو کې استفاده کیږي.
بنفشه گل
له دغه گل څخه د خواړو او دسترخواب په سینگارولو کې کار اخیستل کیږي. همدارنگه د مختلفو کیکونو او میټایانو په جوړولو کې هم کارول کیږي. د دې گل گلبرگونه ډیره ښه ذایقه لري او له ډنډرو څخه یې د سلاد او سوپ په جوړولو کې کار اخیستل کیږي.
مروارید گل
چیرې چې واښه او گیاوې وي هلته د مروارید گل هم لیدل کیږي. ډیرې وختونه د کورونو په باغیچو کې ماشومان هم ورسره لربې کوي. د دغو گلانو پاڼې د سلاد په جوړولو کې هم کارول کیږي.
قاصدي گل
قاصدي گل په کوچنیو کوچنیو برخو تر ویشل کیدو وروسته په سلاد کې گډیږي او هم له سبو سره یوځای پخیږي. د خوند د ښه کولو له پاره دا په جیلي کې هم اچول کیږي.
گل صَد بَرگ (گیندا)
د لمر د وړانگو په شکل دغه گل ته د«غریبانو زعفران» هم وایې. پخوا به سوپ او کچو ته د زیړ رنگ ورکولو په موخه کارول کیده. د دې گل گلبرگونه خوړل کیږي او له دغه گل څخه د ټپونو د درملنې له پاره کاریدونکي مرحم په جوړولو کې هم استفاده کیږي.
دو رگه بنفشه (پینزی)
دا د وایولا نسل گل دی. په آلمان کې د دغه گل په سلگونو ډولونه موجود دي. د دغه گل گلبرگونه مختلف رنگونه لري له همدې امله له دې څخه د سلاد او سوپ د ښکلاء په موخه کار اخیستل کیږي.
د ځنگلي مټرو گلان
دا گلان بې له دې چې له یو څه سره گډ شي خوړل کیدای شي. خو په یاد ولرئ چې دا د عادي مټرو له گلانو څخه توپير لري. د عادي مټرو گلان کیدای شي ترخه او زهرجن وي.